د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې د بیا ودانۍ کارونه


د اکتوبر په میاشت کې د پکتیا لوبغالی هم جوړ شوی وو. په دې ولایت کې د بیا ودانۍ ډېرې پروژې روانې دي.
د اکتوبر په میاشت کې د پکتیا لوبغالی هم جوړ شوی وو. په دې ولایت کې د بیا ودانۍ ډېرې پروژې روانې دي.
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

ګردېز
- د افغانستان د پكتيا په سيدكرم ولسوالۍ كې د خنډ خېلو په سيمه كې د منځني او د كارېز سيمې د لومړني ښوونځي ودانۍ چې په يو- يو پوړ كې جوړې شوې دي، چې رغنيزې چارې يې نږدې يو كال وړاندې پيل شوې وې.

د اړوند چاروکو په وينا په جوړ شويو ښوونځيو شا وخوا ۱۰۰۰۰۰) سل زره) امريكايي ډالره لګښت شوى، چې د پوهنې وزارت له پراختيايي بودېجې څخه وركړل شوى.

د پكتيا د والي وياند روح الله سمون په دې اړه رسنيو ته د معلوماتو وركولو په ترڅ كې وويل، چې دا مهال د دې ولايت ګڼ شمېر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

روح الله سمون زياتوي، چې د سيدكرم په ولسوالۍ كې د يو حيواني كلينيك ودانۍ هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، چې تر دې مهاله ډېر مالداران د څارويو د ناروغيو او ډول، ډول افاتو له امله له ګڼو ستونزو سر ټكوي او په دې سره به د دوى په ستونزو کې کمى راشي.

د نوموړې په خبره، په دې کلينيک۵۰۰۰۰۰۰( پنځه ميلونه) افغانۍ لګښت شوى، چې د كرنې وزارت د پراختيايي بودېجې څخه وركړل شوي.

بله خوا د پکتيا په ګاونډ پکتیکا ولايت کې د ملي راډيو ټلویزون لپاره دودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

د پکتیکا والي محب الله صمیم د دې ودانۍ د بنسټ د ډبري ایښودلو پرمهال په خپلوخبرو کې په دې ولایت کې د ملي ټلویزیون جوړيدل د دې ولايت لپاره د پرمختګ یو بل ګام یاد کړ.

صمیم زیاته کړه چې په دې ودانۍ لس ملیونه اوڅلویښت زره افغانۍ لګښت راځي چې دملي راډیو ټلویزیون د پرمختيا يې بودیجې څخه ورکول کېږي او په نهو مياشتو کې به يې کار بشپړ شي او پکتیکاوال به د ټلویزوني خپرونوڅخه برخمن شي.

دیادونې ده، چې اونۍ وړاندې په پکتيکا کې د دوو لکو امريکايي ډالرو څخه زيات د دې ولايت د محاکمو د رياست لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه، چې په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکر او د پکتيکا والي لخوا پرانستل شوه.
XS
SM
MD
LG