د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ځانمرګی وژل شوی دی


د کندهار ښار سردار مدد خان څلور لاره
د کندهار ښار سردار مدد خان څلور لاره
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د افغانستان د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې نن (د ډیسمبر درېیمه) تر غرمې مخکې يې په کندهار کې يو تن ځانمرګى بريد کوونکى مخکې تر دې چې ځان والوزوي، وژلى دى .

د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي مشال راډيو ته وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل نن تر غرمې مخکې د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د ملي پوليسو په يوه قومندانۍ کې ځانمرګى بريد وکړي خو پوليسو پېژندلى او وار له مخه يې وژلى دى.

دى وايي په ډزو کې د ځانمرګي په غاړه واسکټ هم چاودېدلى چې له امله يې يو تن پوليس ژوبل شوى هم دى .

دى زياتوي، په دې سربېره تېره شپه د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې کورنيو او بهرنيو سرتېرو عمليات کړي دي چې په پايله کې يې د وسله والو د يو تن جنګي قومندان په ګډون اوو تنه د دولت مخالف وسله وال نيول شوي دي.

د ده په خبره نيولو شويو کسانو په سيمه کې پر ايساف او کورنيو سرتېرو بريدونه کول.

ايوبي د وسله والو د نيول شوي قومندان نوم ملا نورالدين وښود.

د يو بل خبر له مخې تېره ورځ ناوخته د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د عامو وګړو په يو موټر ډزې شوې دي چې په پايله کې يې يو تن نارينه او يوه د هغه ميرمن لګېدلي وو .

د کندهار د والي وياند بريد د وسله والو طالبانو کار بولي او زياتوي چې د ټپي مېرمنې خاوند وژل شوى دى .

تر اوسه پورې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د يادو شويو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG