د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی بون ته تللی دی


ولسمشر کرزی کولن ته په رسېدو د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر ګېډو ویسټر ویلې سره
ولسمشر کرزی کولن ته په رسېدو د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر ګېډو ویسټر ویلې سره
پراګ - د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د بون د کنفرانس په اړه د جرمني له چارواکو سره د خبرو لپاره بون ته رسېدلی دی.

نوموړی د جمعې په ورځ بون ته تللی او تر تګ مخکې یې د ولسي جرګې د اصلاحاتو غوښتونکو له ټولنې سره په کتنه کې وویل، د بون د کنفرانس تر ټولو لوی هدف دا دی چې نړیواله ټوله تر ۲۰۱۴ز کال وروسته هم له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

ولسمشر کرزي همدا راز وويل، دی به د بون په کنفرانس کې د افغانستان و نړیوالې ټولنې د ګډو لاس ته راوړنو، د سولې د بهیر، او د نړۍ له هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د بون لومړی کنفرانس د ۲۰۰۱ز کال په ډیسمبر کې شوی وو چې په کې د افغانستان د ادارو د بیا جوړښت، د اساسي قانون د جوړولو لپاره د بیړنۍ لویې جرګې را غوښتل، او د لنډ مهاله حکومت د جوړښت پرېکړې شاملې وې.

تر دې وروسته، اوس ۱۰ کاله وشول او د ډیسمبر په پینځمه د بون دویمه غونډه کېږي چې په کې له ۹۰ د زیاتو هیوادونو مشران برخه اخلي.

پاکستان له دې غونډې پرېکون اعلان کړی دی. ځکه چې د نومبر په ۲۶مه د ناټو هیلي کاپټرو په مومندو کې ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل.
تر دې وروسته پاکستان امریکا ته وویل، په ۱۵ ورځو کې دې د بلوچستان شمسي اډه خالي کړي.

امریکا ویلي، د پاکستان له ګډون پرته به هم د بون کنفرانس بریالی وي.
XS
SM
MD
LG