د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګیلاني پوځ ته ویلي د هر یرغل دې سم ځواب ورکړي


د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني

اسلام اباد - د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي د هیواد پوځ ته د هر ډول یرغل او د سرحدونو د خلاف ورزۍ په پوره طاقت سره د ځواب ورکولو امر شوی دی.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د ملي امنیت لپاره د پارلېمان د کمېټۍ غونډې ته د خبرو پر وخت ګیلاني وویل، پاکستان له امریکا مرسته نه، بلکې د دوی د هیواد د خپلواکۍ او سلامتۍ درناوی غواړي.

د پوځ د مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني لخوا د دې حکم په اړه د جمعې په ورځ، د پارلېمان د قامي سلامتیا د کمېټۍ تر غونډې وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې ډاکترې فردوس عاشق اعوان خبریالانو ته وویل:

((دغه اختیارات چې د پوځ مشر، پوځي قوماندانو ته پخپله شېوه ورکړي، دا د ده عملیاتي ستراتیژي ده. دا د پوځ داخلي ستراتیژي ده. هر اقدام چې به دوی کوي، ستاسې د ملي حاکمیت د ساتنې او د ځمکنۍ بشپړتیا د یقیني کولو لپاره وي. موږ به د دې ملاتړ وکړو.))

د هم جمعې په ورځ، د امریکا د دفاع وزارت ویاند کیپټن جان کربي ویلي، هر هیواد د خپلې دفاع حق لري او امریکا هم دا حق لري.
XS
SM
MD
LG