د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، افغانستان ته هم تېل بند کړل


له تورخمه د تېلو ټانکرې بیرته پېښور ته ستنېږي.
له تورخمه د تېلو ټانکرې بیرته پېښور ته ستنېږي.
فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی
- د پاکستان حکومت، افغانستان ته په شخصي توګه هم د تېلو پر وړلو بندیز لګولی دی.

د قبایلي سیمې خیبر د پولیټیکل انتظامیې یوه چارواکي ځواب شېر اپریدي مشال راډیو ته ویلي، لوړ پوړو چارواکو دا امر ځکه کړی دی چې فکر کوي تېل په افغانستان کې مېشت د ناټو سرتېرو ته ورکول کېږي.

دی وايي، حکومت ورته امر کړی دی چې ډیزل، پيټرول وغیره دې بیرته استوي.

د اپریدي په خبره، دا ګاډي چې تېل یې افغانستان ته وړل، د حکومت په امر بیرته پېښور ته استول شوي دي.

تېل وړونکي ګاډي له پېښوره تورخم ته ځي او هلته بیا افغانستان ته داخلېږي.

بل پلو د پاکستان د تېل وړونکو د ټولنې ویاند اسرار احمد دا خبره ردوي چې ګواکې دا تېل ناټو ته ورکول کېږي.

د یوه ټانکر ډرېور نعمت الله مشال راډیو ته وویل، له مودې راهیسې په افغانستان کې شخصي پمپونو ته تېل وړي.

ورځې مخکې د ناټو هیلي کاپټرو په قبایلي سیمې مومندو کې د پاکستان د پوځ دوه پوستې په نښه کړې او په کې یې ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل.

دې پېښې پاکستان په غوسه کړ او ناټو ته یې د تېلو او سامان د رسد لارې وتړلې.

ناټو ویلي، پلټنې کوي چې مالومه کړي دا پېښه څنګه مخې ته راغله.

د مومندو پر پوستو برید د پاکستان و امریکا اړیکي، چې لا مخکې خراب ول، نور پسې ترینګل کړل.

اوس امریکا ویلي، په افغانستان کې د دوی ماموریت ډېر مهم دی.

امریکا ویلي، دا به پرېنږدي چې د سامان له کبله د دوی ماموریت اغېزمن شي. د جمعې په ورځ د امریکا د دفاع د وزارت ویاند کیپټن جان کربي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال له پاکستانه په دې برخه کې د همکاري کولو هیله وښوده.

دی وايي: ((زه له هغو تبصرو خبر یم چې له جنرال کیاني پورې تړل شوې دي. زه یقیناً چې د هغه لپاره یا د پاکستان د حکومت لپاره خو به څه و نه وایم. خو دا ده چې هر ملت د خپل ځان د دفاع حق او خپلو ځواکونو ته د دې وینا حق چې ځانونه دې خپلې دفاع ته تیار وساتي، لري.))

کیپټن کربي وايي، د پاکستان لخوا د خپلې دفاع کولو ته په درنه سترګه ګوري.
XS
SM
MD
LG