د لاسرسي ځای

تازه خبر

د (خان شهيد) ۳۸م تلین


د خان عبدالصمد خان اڅکزي ارټیسټیک انځور
د خان عبدالصمد خان اڅکزي ارټیسټیک انځور
پراګ - د (ډیسمبر دویمه)) د افغانانو پښتنو د لیکوال، ژورنالېسټ، سیاستوال او ملي مبارز خان عبد الصمد خان اڅکزي ۳۸ تلین دی.

خان عبد الصمد خان اڅکزی چې تر مرګ وروسته د خان شهید په نوم، ونومول شو د ۱۹۰۸ز کال د جولای په اوومه نېټه د اوسني بلوچستان په ګلستان سیمه کې زېږېدلی وو.

نوموړي نه یواځې د پښتون ولس د ویښولو او د خپلواکۍ په مبارزې کې خپل ټول ژوند تېر کړ، بلکې دا ژوند یې د همدې سیاسي او ملتپالې مبارزې له لارې له لاسه هم ورکړ.

د پاکستان له جوړېدو سره او تر هغې مخکې د خپلې سیاسي نظریې او فکر پر اساس کالونه، کالونه په زندان کې تېر کړل.

د خان شهید زوی ډاکتر حامد خان وايي، ده له خپل پلار سره ډېر وخت نه دی تېر کړی. د یوې مرکې پر مهال ډاکتر حامد ویلي ول چې دی ماشوم وو چې پلار یې زنداني شو، او بیا زلمی وو چې پلار یې کور ته راغی.

خان شهید د سیاسي مبارزې تر څنګ، د پښتو ژبې او ژبپوهنې په ډګر کې هم د خپلې پوهې او مطالعې پر اساس ډېر کار کړی دی او د لیکدود یوه نوې بڼه یې هم ایجاد کړې وه.

د نوموړي د لیکدود پر اساس، د نوموړي خپل نوم (خان اودل سمد خان اڅکزی) لیکل کېږي.

خان شهید د خبریالۍ په ډګر کې هم ډېر کار کړی وو.

د خان شهید د وژنې په اړه په پاکستان کې هیڅ مقدمه، او هیڅ پلټنې نه دي شوې او نه هم تر اوسه دا مالومه شوه چې نوموړی آخر چا وواژه؟

د خان شهید یو زوی محمود خان اڅکزی دی چې د خپل پلار پر پله یې پل ایښی دی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لارې خپل سیاسي فکر او عمل پر مخ بیايي.

د خان شهید د تلین پر مهال، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، او د خان شهید نور مینه وال او د هغه نظریاتي طالبعلمان بېلا بېلې غونډې کوي.
XS
SM
MD
LG