د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ ټول عمر په ګټه کې وي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني، او د استخباراتو مشر جنرال احمد شجاع پاشا
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني، او د استخباراتو مشر جنرال احمد شجاع پاشا
ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو
لیکوال: کامران شفیع
سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون


کامران شفیع په ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه کې، په قبایلي سیمې مومندو کې پر پاکستاني پوستو د ناټو د هوايي برید له کبله پر پیدا شوي صورتحال یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي، هر کله چې داسې پېښه مخې ته راشي لکه په اېبټ اباد کې د القاعده د مشر وژل، یا د مومندو پېښه نو د پاکستان ایسټیبلیشمنټ د ولس لپاره په ښکاره یو شان بیانونه جاري کوي او ولسي حکومت د هر څه ذمه واره ګرځوي. خو د ډالرو او پوځ لپاره د مرستو تر لاسه کولو لپاره بیا د هغې پر ضد عمل کوي.

لیکوال، د واشنګټن ټایمز د یوې لیکنې حواله ورکوي چې په کې لیکل شوي، پاکستان په پټه له امریکا سره په جنګي عملیاتو کې ډېره مرسته کوي خو په ښکاره د اېتلاف دواړه غړي دا خبره نه مني.

پاکستان غواړي له واشنګټنه دې د روپیو راتګ دوام ولري، خو په افغانستان کې له یو جمهوري حکومته په دې وجه ویرېږي چې هسې نه سبا د ده له دښمن هندوستان سره ملګری شي.


لیکوال په مومندو کې د شوې پېښې په اړه د غوسې ښودنه سمه ګڼي، او لیکي د پاکستان استخبارات د خپلو جنګ خوښونکو په وسیله غاښونه چیچي او هر لوري ته دړکې ورکوي.

دا خلک په خپلو بحثونو کې د ټولې نړۍ د سوزولو او په دې کې د اوسېدونکو خلکو په بمونو سره د الوزولو خبره کوي او نورو انسانانو ته د زیان رسولو لپاره هر رقم ټکي (الفاظ) استعمالوي.

خو د نور کله په شان هیڅ کس له پوځه دا پوښتنه نه کوي چې له څلورو یا پینځو ګېنټو راهیسې د ناټو د روانو بریدونو ځواب یې ولې ورنکړل شو.

لیکوال لیکي: ((زموږ د هیواد د واک له حقه سرغړونه کېده او یو پاکستانی جنګي جهاز نه وو چې د ناټو الوتکې یې په شا کړې وای.))

وروسته پوځي ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل، ولسي حکومت به د جنګ قاعدې ټاکي.

کامران شفیع په خپله لیکنه کې په حیرانتیا پوښتنه کوي چې ایا په ريښتیا هم داسې ده؟ او که ده نو له کله؟

په پای کې لیکوال، د منصور اعجاز او حسین حقاني د معاملې خبره کوي او لیکي، د پاکستان میډیا خو د متنازع لیک معاملې ته ډېره هوا ورکړه؛ ان تر دې چې له سپریم کورټه یې د مداخلت غوښتنه وکړه. خو د منصور اعجاز د لیک په هغه برخه یې سترګې پټې کړې چې په کې د آی ایس آی د (ایس سیکشن) په نوم څانګې ته د ترهګرو مرستیال او سرطان یا کینسر نوم ورکړل شوی دی.

کامران شفیع لیکي، د پاکستان ډیپ سټېټ، چې اشاره یې پوځي ایسټیبلېشمنټ ته ده، ټول عمر په ګټه کې وي.

نوموړی زیاتوي، په دې خبره کلک باور لري چې ((دا جنګ هومره زموږ دی، څومره چې د امریکا دی او چې کله امریکا دا سیمه پرېږدي، نو موږ به له ډېرو مصیبتونو سره مخامخ شو.))
XS
SM
MD
LG