د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسین حقاني له هیواده بهر نشي تللای: ستره محکمه


سپریم کورټ د لانجمن لیک د اورېدنې پر مهال حسین حقاني تر بندیز لاندې راوستی دی. نوموړی اوس نشي کولای هیواد پرېږدي او د لانجمن لیک په اړه به ترې پلټنې کېږي.
سپریم کورټ د لانجمن لیک د اورېدنې پر مهال حسین حقاني تر بندیز لاندې راوستی دی. نوموړی اوس نشي کولای هیواد پرېږدي او د لانجمن لیک په اړه به ترې پلټنې کېږي.
اسلام اباد - د پاکستان سپریم کورټ د لانجمن لیک د پلټنو په اړه کمېشن جوړ کړی دی.

د سپریم کورټ مشر جج، افتخار محمد چودري په مشرۍ کې نهه کسیزه بینچ (قضاییه جرګګۍ) د مسلم لیګ نواز ډلې له طرفه د لانجمن لیک په اړه د اییني غوښتنلیک اورېدنه کړې ده.

د اورېدنې پر مهال، سپریم کورټ یا سترې محکمې، د هیواد له مشر اصف زرداري، د پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني، د استخباراتي ادارې آی ایس آی له مشر جنرال شجاع پاشا، په امریکا کې د پاکستان له پخواني سفیر حسین حقاني، او له منصور اعجازه په ۱۵ ورځو کې د لیکل شوي ځواب غوښتنه کړې ده.

سترې محکمې، پر حسین حقاني، له هیواده بهر تګ بندیز لګولی دی.

د لانجمن لیک کیسه داسې ده چې په پاکستان کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د امریکا د ګډو ځواکونو پخواني مشر ایډمرل مایک ملن ته یو لیک استول شوی وو.

په دې لیک کې لیکل شوي ول، چې د اسامه تر وژنې وروسته ښايي د پاکستان پوځ، ډیموکراټیک حکومت له واکه لرې کړي او کودتا وکړي.

د دې لیک تور په واشنګټن کې د پاکستان پر پخواني سفیر حسین حقاني پورې شوی دی چې ورځې مخکې بیرته اسلام اباد ته ورغی او له خپلې دندې یې استعفا ورکړه.
XS
SM
MD
LG