د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي وګړی له موږ سره دی: ظواهري


ظواهري وايي، ۷۰ کالن وارن ویینسټاین له دوی سره دی.
ظواهري وايي، ۷۰ کالن وارن ویینسټاین له دوی سره دی.
ګل ایاز، مشال راډیو
پراګ
- د استخباراتو د څار یوې ډلې رپورټ ورکړی دی چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ویلي، دوی د امریکا د مرستندویه ادارې کار کوونکی تښتولی دی.

د سایټ په نوم استخباراتي ډله وايي، الظواهري یو ویډیويي پیغام اورپکو سختدریځه اسلامپاله ویبپاڼو ته استولی دی.

په دې پیغام کې ویل شوي، القاعده شبکې د ۲۰۱۱ز کال د اګست په ۱۳مه د امریکا د نړیوال پرمختګ د ادارې یو ایس اې آی ډي ۷۰ کالن کارکوونکی وارن وینسټاین تښتولی وو او اوس له دوی سره دی.

ظواهري د وینسټاین د خوشې کولو په بدل کې، له امریکا په افغانستان و پاکستان کې د هوايي بریدونو درولو غوښتنه کړې ده.

ایمن الظواهري د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د القاعده اورپکې شبکې د مشرۍ څوکۍ ونیوله.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه نېټه، د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی وو.

د امریکا ځانګړو ځواکونو، د پاکستان د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې دا عملیات کړي ول.
XS
SM
MD
LG