د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې ځانمرګی برید، ۷۰ ژوبل شوي


د افغانستان لوګر ولایت نقشه
د افغانستان لوګر ولایت نقشه
پامیر ساحل، مشال راډیو

پل عالم
- د افغانستان په لوګر ولایت کې د یوه لوی ځانمرګي برید پر مهال ۷۰ کسان ژوبل شوي دي. د چارواکو او عیني شاهدانو په وینا، چاودنه دومره زوروره وه چې د ولایت تر لرو لرو سیمو یې غږ اورېدل شوی دی.

پېښه نن سهار د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې شوې ده. د چارواکو په خبره، ځانمرګي برید کوونکي په لارۍ کې چاودېدونکي توکي اچولي ول او د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې یې برید وکړ.

چارواکي وايي، په دې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یو مرکز هم دی او د پاملرنې موسسې یو سیمه ییز دفتر هم دی.

د پېښې له کبله د ډېرو کورونو شیشې ماتې شوې دي او همدې شیشو زیاتره کسان په کورونو کې هم ژوبل کړي دي.

د لوګر د یوه روغتوڼ ډاکتر محمد شکېب مشال راډیو ته وویل، په ژوبلو شویو کې یې څلور کابل ته د درملنې لپاره استولي دي ځکه چې حالت یې ښه نه وو.

ډاکتر وايي ټول ژوبل شوي یې تر درملنې وروسته فارغه کړي دي.

ډاکتر شکېب وايي، پخپله یې د چاودنه ساحه لیدلې ده او هلته د پاملرنې موسسې دفتر او یو کلینیک په بشپړ ډول تباه شوي دي. ډاکتر وايي، د پېښې پر مهال په دې ودانیو کې هیڅوک نه ول.

د لوګر امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر محمد جان عابد وویل، په برید کې کارول شوې لارۍ له چاودېدونکو موادو ډکه وه.

دی وايي، لومړی دا لارۍ د افغانستان د ملي پوځ د مرکز په لوري تللې وه خو هلته پوځیانو دا پرېنښوده نو بیا یې وروسته د پاملرنې موسسې له دفتر سره برید وکړ.

وسله والو طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

د یادونې وړ ده چې له لوګره اته تنه پاکستاني انجینران او کارکوونکي هم تښتول شوي دي چې تر اوسه یې هیڅ پته نه ده لګېدلې چې چا تښتولي دي. محمد جان عابد وايي، په دې اړه یې هم پلټنې روانې دي او مالوموي چې پاکستاني انجینران چا تښتولي او څنګه به را خلاص کړل شي.

د لوګر ولایت په ځېنو برخو کې په دې وروستیو کې د امنیت وضع خرابه شوې ده.
XS
SM
MD
LG