د لاسرسي ځای

په سوات کې د امن پر ارزښت یوه غونډه


د مینګورې حاجي بابا ښوونځي انجونه د امن پیغام رسوي.۱ډسمبر ۲۰۱۱م کال

د مینګورې حاجي بابا ښوونځي انجونه د امن پیغام رسوي.۱ډسمبر ۲۰۱۱م کال

رپوټ : نيازاحمدخان سوات

په سوات کې يوغيرسرکاري تنظيم امن ،تعليم اوترقي په علامتي توګه دامن ورځ اومانځله چې مقصد يي سيمه کې دسکولونو زده کونکوکې دامن اهميت رابرسيره کول وو په دې لړ کې د نومبر په دېرشمه نيټه په ټول سوات کې په څوارلس سکولونوکې دامن په اړه دستورې وشوې چې لويې هغه یې د مينګورې حاجي بابا دجينکواوهلکانو په سکولونو کې وشوې.

دغه دستورې ته زده کونکو په خپلو ويناګانوکې وویل چې امن ديو ټولنې اوملک له پاره ډير اهميت لري .

وړاندې دغيرسرکاري ټولنې مقامي مشر خورشيد خان وویل ،چې دغه ټولنه د ۲۰۱۱م کال د اپريل راهیسې په تعليمي ادارووکې استاذانو او زدوکونکو ته د امن ټينګ ساتلو او د امن اهميت په اړه درس ورکوي چې ډير په کاميابي سره روان دی.

دغه دستورې ته د حاجي بابا سکول د اتم جماعت يوې انجلۍ وویل چې په سوات کې ډيره بدامني تيره شوه اوموږ هڅې کوو چې دامن په اړه ټولنه کې پوهه راولو اوموږ اميد لرو چې سوات کې به مثالي امن يوځل بيا په ځای شي.

دلسم جماعت فضل واحد مشال ريډيو ته وویل چې اوس په سوات کې امن راغلی دی او موږ ډير خوشحاله يو اودا غواړو چې دغه امن دې قایم وي.

دغه دستورې ته د تعلیم محکمې سوات یوه مشرسلطان محمود هم ګډون کړې وو هغوی وویل داسي هلې ځلې دستاينې وړدي اوموږ په خپل نصاب کې هم دامن درس ورکوچې مقصد ېي دقام او ملک ترقي ده دغه دستوروکې ورسته د امن پيغام رسوونکو پېغلو او زلمو ته انعامات ورکړل شول.
XS
SM
MD
LG