د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امن کمېټو مشران له حکومته شکایت لري


په جمرود کې ځايي خلک جومات له وینو پاکوي چې پکې دروان کال د ۲۰۱۱ په ۱۹م اګشت د امن کمېټې غړي هم په نښه شوي وو.
په جمرود کې ځايي خلک جومات له وینو پاکوي چې پکې دروان کال د ۲۰۱۱ په ۱۹م اګشت د امن کمېټې غړي هم په نښه شوي وو.
ګل آیاز - پراګ


د خيبر پښتنونخوا هنګو ضلع کې د امن کميټۍ د مشر حاجی هاشم خان وژنې د کميټو د تحفظ په اړه پوښتنی راپورته کړی. د حکومت لخوا په قبايلی او د ضلعو په کچه امن کميټې او لښکرې جوړې شوې چې مقصد یې د اورپکو مخنیوی دی. خو له بده مرغه اورپکي د امن کميټو مشران او غړي په نښه کوي. تيره مياشت په باړه کې د امن کميټي دری په ټانک ضلع کې يو او هم دغه شان په مومندو کې هم د کميټۍ غړي وژل شوي دي.


که يو خوا د امن کميټو مشران او غړي د اورپکو مقابله کوي نو بلخوا دوی له يو شمير چيلنجونو سره هم مخامخ دي. له پيښور ښار سره نزدې په متنو کې د امن کميټۍ مشر ملک فهيم خان مشال ريډيو سره خبرو کې له حکومته شکايت کوي چې له دوی سره هيڅ قسمه مرسته نه کيږی.

((دا حکومت په خپله خيرات ته ناست دی چې يو سړی بل نه خيرات غواړي نو له هغه به څه تمه ولرې. درې نيم کاله وشو نه دې حکومت موږ ته چاقو راکړی نه کارتوس راکړی او نه یې هم يو ليټر ډيزل راته اچولي دي تراوسه یې څه نه دي راکړی نو له وروسته به څه راکړي.))

ملک فهيم زياته وی چې د امن په ساتلو کې چې ځومره کار امن کمېټیانې کولای شي هغو حکومت نشي کولای ،هغه ځکه چې دوی د ولس په مینځ کې وي او همدغه وجه چې په آسانه په نښه کېږي.

د سياسی چارو کارپوه خادم حسين هم د ملک فهيم خبره تاییدوي خو دی وايي چې پوځ ورسره مرسته نه کوي.

((پوليس او ولسی ادارې خو تر ډيره حده پوری دا کوشش کوي چې امن کميټو او لښکرو ته په يوه يا بله حواله تحفظ ورکړي وسلې ورکړې او نورې مرستې هم ورسره وکړي. خو تر څو چي د پاکستان د پوځ خبره ده نو زما په خيال هغوی په دې کې څه دلچسپي نه لري او دغه دلچسپي نه لرل د امن کميټو لپاره ډيره لویه مسله جوړېدی شي.))

د خيبر پښتنونخوا صوبې وزير سردار حسين بابک وايي کومت امن کميټو ته وسلې نه شي ورکولای.

((لښکرو ته وسله ورکول د حکومت پاليسي نه ده او نه هم ورکېدای شي. موږ په پوليس فورس کې ديره لويه اضافه کړېده او په دې اداره کې لوی بدلون راوړل شوی دی . او دا د حکومت لپاره ممکنه نه ده چې ولس ته وسله ورکړي.))

په پيښور کې د مومندو يو اوسېدونکی حاجی شاهنواز خان هم د امن کميټو اهميت په ګوته کوي خو وایي ولس ډير ځپل شوی دی نو پکار ده حکومت له امن کميټو سره مرستې وکړي.
((د امن کميټو په وجود کې له راتلو سره د ولس ولوله زښته اوچته شوه چې په دې سره به اوس اورپکي په نښه کيږی. خو حکومت امن کميټی جوړې کړې او بيا یې تپوس نه کوي. ولس خو ترهګرۍ ځپلي دي.))

د سياسی چارو کارپوه خادم حسين په عمومی پالیسۍ کې د بدلون خبره کوي چې په دې سره به ۷۰ فيصده ورپکيتوب ختم شي.

((څه خلکو توپک په لاس کې راخستی دی ، هغوی روزني کړی دي، مرکزونه یې موجود دي، بشپړجال لري ، خلک لري، وسلی لري ، که پاکستان خپله پاليسي د اورپکیتوب په حواله په عمومی توګه بدله کړي نو ددوی په فکر په اورپکیتوب کې به ۷۰ فيصده کمی راشي.))

صوبايي وزير سردار بابک نظر لري چې دا جنګ او ددې ذمه واری نه يواځې د حکومت بلکې د ټولو ده.

((دا يواځي د حکومت دښمانان خو نه دي ، په جوماتونو کې مونځ ګوزارو څه ګناه کړېده ، په مدرسو کې طالب علمان سبق وایي هغه خو د حکومت اهکار نه دي، يا چې په هجرو کې مشران جرګې کوي دا خو د حکومت اهکار نه دي ، تاسو سکولونو ته وګوري، ماشومانو څه ګناه کړې، دا جنګ او يا ددې ذمه واري که څوک يواځې په حکومت اچوي نو دا مناسب خبره نه ده.))

که څه هم د امن کمېټو په جوړېدو سره د قبایلي سیمو امن پرځای شوی دی خو پوښتنه دا ده چې د ولس د خوندیتوب او تحفظ لپاره سرکاري امنیتي ځواکونه لکه پولیس ،ملېشې او پوځ شته او ددې لپاره ورته تنخوا ګانې هم ورکول کېږي نو بیا د امن کمېټو څه ضرورت دی.
XS
SM
MD
LG