د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا:عدلي ودانۍ پرانیستل شوه


د پکتیکا مرکز ښرنه
د پکتیکا مرکز ښرنه
نقیب الله متونوال - خوست

په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکر وايې، چې دوى له فغانستان سره په عدلي او قضايي چارو کې مرسته کوي. نوموړي دا خبرې د پکتيکا د والي سره د پکتيکا ولايت د محاکمو د رياست لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ د پرانيستې پر مهال وکړې.

دا ودانۍ د دوه لکه درې زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت جوړه شوې، چې په پکتیکا کې د مېشتې امريکايي ولایتي بیارغونې ډلې (PRT) له لورې ورکړل شوی دی.

د پکتيکا والي محب الله صميم د يادې ودانۍ پرانيستنه د پکتيکاوالو لپاره يوه لاسته راوړنه او د نړيوالي ټولنې د مرستې او همکارۍ يوه نمونه وبلله او ويې ويل، چې اوس د دې په څېر په ټول هېواد کې ډېرې دولتي ودانۍ جوړې شوې او نورې هم ګڼ شمېر د بيا رغوني چارې روانې دي.

صمیم زياته کړه، چې د محکمې کارکوونکي یا قاضیان به مو اوس خوندي اومحفوظ ځای ولري اودعدالت په چوکاټ کې به د خلکوستونزي حل کړي.

د امريکا سفير راين کراکر هم ګډونوالو ته په وينا کې د پکتيکا له والي او د هغه له کاري ډلې مننه وکړه، چې د دوى له لوري دغه ولايت ته منظوره شوې ۱۵۰ ميليونه بوديجه يې د پوهنې، روغتيا، کرنې ، قضا او نورو بنسټيزو پروژو په برخه کې په ښه ډول لګولې ده.

نوموړي د پکتيکا ستراتيژيک موقعيت د افغان دولت او نړيوالو لپاره مهم وباله او ويې ويل، چې له دغه سفر څخه يې موخه هم د پکتيکا د ستراتيژيک موقعيت معلومول وو.

خو د پکتيکا ولايت د محاکمو رييس محمد حکيم کونړي د مننې په يادولو د يادې جوړې شوې ودانۍ ځينې نيمګړتياوې وښودې او له چارواکو يې د دغه ولايت د محبس لپاره د يوې ودانۍ د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

دا ودانۍ د دوه لکه درې زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت جوړه شوې، چې ١٤ اداري خوني، ۸ د اوسېدلو خوني اود دې ترڅنګ نورې ټولې اړیني اسانتیاوي هم لري، چې لګښت يې په پکتیکا کې د مېشتې ولایتي بیارغونې ډلې (PRT) له لورې ورکړل شوی دی.

دا په داسي حال کې ده، چې د پکتيکا قضايي ادارې د مامورينو له کمښت سره مخ دي او په ډېرى ولسواليو کې څانګې او کارکوونکي نه لري.
XS
SM
MD
LG