د لاسرسي ځای

د نیټو حملې وروستو د امریکا او پاکستان اړیکې لا نورې خرابیدای شي.


د پاکستان او امریکا جنډې

د پاکستان او امریکا جنډې

ملیحه امیر زاده: پراګ

تېره هفته د نیټو او ایساف لخوا د پاکستان په قبایلي سیمه مومندو ایجنسۍ کې پر پاکستاني پوځیانو هوایی برید د پاکستان او امریکا تر مینځ تعلقات یو واری بیا د کړکیچ سره مخامخ کړي دي.


دغه چاپه چې پاکستان یی پر خپله خاوره تیرۍ بولي او نیټو ورته بیا د غیر ارادي پيښې نوم ورکوي، پری په پاکستان کی دننه سخت غبرګون ښودل شوی دی.

د پيښې په نتیجه کی یی د پارلیمان دفاعي کمیټۍ په غونډه کی د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د سختو ګامونو پورته کولو اعلان کړی. چې له مخی یی د تورخم او د چمن هغه دواړه لاری تړلی دي.چې په افغانستان کی د نیټو ځواکونو د مشن لپاره سامان او تیل وړل کیږي.


بل خوا د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارټن ډمپسي ويلي چې د نیټو په برید کی د 24 پاکستاني پوځیانو د وژنی سره د امریکا او پاکستان تر مینځ تعلقات په بدترینو حالاتو کی دي خو زیاته یی کړه چي واپس سمیدلی شي.


نوموړي وویل چې په دی پيښه د پاکستان لخوا غصه په ځای ده خو د بښنې نه یی ډډه وکړه. ځکه چی وایی د پيښې تحقیق لا نه دی پوره شوی.


دا چی د جنرل مارټن دا بیان تر کوم حده سم دی او آیا د پاکستان امریکا تعلقات بیا ښه کیدلی شي؟ د امریکا او هندوستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر طارق فاطمي مشال ریډیو ته وویل د پاکستان خلک په دی نه پوهیږي چې دغه هیواد چې ترهه ګرۍ ضد جګړه کی یو مهم رول لري او د امریکا سټریټيجیک ملګری ګڼل کيږي ، د بهرنیو ځواکونو لخوا به ورته دومره سپک کتلي شي.


طارق فاطمي وایی، (( دی پيښې سره د پاکستان او امریکا تر مینځ د تعلقاتو په بنیاد پوښتنې را ولاړي کړي دي چې په رد عمل کی یی په پاکستان کی سخت خپګان او د غصی څرګندونه شوی. چې د دفاعي کمیټۍ د اجلاس د فیصلی نه ښکاره کیږي. دا پوښتنه چی آیا د تعلقات بیا سمیدلی شي؟ نو زه به ووایم چې د نقصان ځای نه شي ډکیدلی. اویواځي راتلونکی وخت به دا ښکاره کوي.))


بیا د بهرنیو چارو کارپوه بیرسټر زاهد سعید وایی چې د امریکا لخوا د وژل شوو کورنیو ته معاوضه ورکولو بغیر دغه تعلقات واپس نه شي سمیدلی.

زاهد سعید وایي، (( زما په خیال که هغوي بښنه وکړه او یا د وژل شوو کورنیو ته څه معاوضه ورکړي نو شاید چی دا حالات ښه شي. که هغوي معاوضه نه ورکوي او تش آي ایم سوري وایي نو تش په سوري خو نه کیږي او بین ال اقوامي قانون هم دا دې چې تاسو داسې عمل وکړۍ نو ایګزمپلري کمپینسیشن به ورکوۍ. ))



دا چې د دی پيښې به په پاکستان او امریکا څه بد اثرات وي ؟ بیرسټر زاهد سعید وایي، (( آخر به دا نتیجه وي چې پاکستان به ورته د سامان لاری بندی کړي. پاکستان باندی به اثر دا پریوځي چې هغوي به ورباندی امداد بند کړي. دوي وایی چې ډېر امداد یی ورکړی خو په اصل کی یی ډېر کم ورکړی.

د پاکستان په اقتصاد به اثر پریوځي خو دومره زیات نه. بل خوا د امریکا د ټول پوځ په پاکستاني کایل باندی چلیږی. چې ورته د هغې سره سم تیل ورکړل کیږي. د تیلو بغیر خو پوځ نه شي چلیدلی. نیټو او امریکایی ځواکونو لاجسټک به د ډېر لوی مسلي سره مخامخ وي.))

طارق فاطمي هم په دی اړه ورته نظر لري او زیاتوي،((پاکستان چې یو پرمخ تلونکی هیواد دی د نورو هیوادونو او په تېره د امریکا د مرستی ورته ضرورت دی چې اقتصادي او پوځي مرسته یی کوي. او یو لوي طاقت دی. بلخوا امریکا چی دا وخت خپل پوځیان د افغانستان نه اوباسي ، په هیواد کی امن او استحکام د ساتلو لپاره ورته د پاکستان د مرستې ضرورت دی. په پوله د امن نه بغیر په افغانستان او یا په پاکستان کی دننه امن نه شي راتللی.))


د طارق فاطمي په خبره که د دواړو هیوادونو تر مینځ تعلقات که ښه هم شي نو بیا به هم د امریکا په اړه اوسني احساسات بدلول ګران وي او وایي که دا تعلقات واپس ښه هم شي د دې اثرات به د ډېرې مودی لپاره محسوسیږي.


او زیاتوی دده په خیال د دې سره په سیمه کې د امریکا په اړه د باور مسله نوره زیاته شوی چې خلکو امریکا ته د یو ملګري په سترګه نه بلکه د یو دښمن په سترګه کتل شورو کړي دي.


د امریکا د پوځ چارواکي وایی د پيښې د تحقیق لپاره یی یو ځانګړی افسر ټاکلی دی چې د ټولو اړخونو دریځ به راټولوي.

XS
SM
MD
LG