د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د اوو نورو ولایتونو امنیت افغان ځواکونو ته سپاري


په کندهار کې افغان ځواکونه ګشت کوی
په کندهار کې افغان ځواکونه ګشت کوی


د افغانستان د ملي امنيت شورا د هغو سيمو نومونه اعلان کړل، چې افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د پروسې دويم پړاو به پکې ترسره شي.


د يکشنبې يا اتوار په ورځ د افغانستان د جمهوري رياست له خوا رسنيو ته په ليږل شوي خبرپاڼه کې د بلخ، دايکندي، تخار، سمنګان، کابل او نيمروز ولايتونه به په بشپړه توګه د لېږد پروسې په دويم پړاو کې شامل دي او د بدخشان ولايت د شهر بزرګ، يفتل سفلي، ارغنج، بهارک، تشکان، کشم او اورګو ولسوالۍ، د بادغيس ولايت د اب کمري ولسوالۍ، د هلمند ولايت د ناوې، نادعلي او مارجې ولسوالۍ، له شينډنډ، اوبې او چشت شريف پرته د هرات ولايت ټولې ولسوالۍ، د لغمان ولايت د قرغه يي ولسوالۍ، د ننګرهار ولايت د بهسودو، کوز کونړ، کامه او سره رود ولسوالۍ، له شينواري او سياه ګرد پرته د پروان ولايت ټولې ولسوالۍ، له صياد پرته د سرپل ټولې ولسوالۍ او د ميدان وردګو ولايت د حصه اول بهسود، جلرېز او د بهسود مرکز به د لېږد په دويم پړاو کې شامل وي.


د خبرپاڼې له مخې پرېکړه شوي، چې د جلال اباد، چغچران، شبرغان، فيض اباد، غزني، ميدان ښار او قلعه نو ښارونه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې په دويم پړاو کې شامل کړاى شي.
خو د ولسي جرګې د نظامي کمیشن مشره شکریه بارکزۍ وایې، چې د امنیت د مسؤولیت د لېږد پړاو باید له نا امنه سیمو پیل شوی وای.


بارکزۍ زياتوي. (( زمونږکمیسیون تېرځل هم ویلي وو، چې د انتقال پروسه باید له نا امنه سیمو پیل شي، چې لږ تر لږه ٢ کاله ولرو چې ناامنه سیمې په امن کې کړو خو متاسفانه داځل هم د امنیت د لېږد پروسه له امن لرونکو سیموشروع کیږي او دا به د نا امنه سیمو لپاره ګټور واقع نشي. ځکه، چې په ۲۰۱۴ کال کې چې ناټو نشته، نو د افغان ځواکونو سره به په نا امنه سیموکې څوک همکاري وکړي.))


د پوځي چارو کارپوه جنرال امرالله امان هم ورته نظرلري اووایې، چې د امنیت لېږد په امن لرونکو سیمو کې دومره اهمیت نه لري.


جنرال امان زياتوي. (( زه به یومثال تاسوته ووایم چې یفتل سفلی، هلته نه افغان او نه هم بهرني ځواکونه شته، چې هلته دا پروسه عملي کيږي. ولې د افغانستان پوځ ته اوس نا امنه سیمې نه سپارل کیږي، چې د ناټو حمایت هم ولري. که چېرې په ۲۰۱۴ کال کې ناټو او بهرني ځواکونه نه وي په همدې صلاح او امکاناتو به افغان ځواکونه دفاع وکړي؟ داسې سیمې چې اوس افغان ځواکونو ته سپارل کیږي که وسپارل شي څه او که و نه سپارل شي نو څه؟))
خو د سیمه اییزوارګانونو ادارې ریس عبدالخالق فراهي وایې چې په دې پړاو کې داسې ولایتونه اوسیمې شته چې اوس هم هلته ناامني دوام لري.

نوموړی زیاتوي چې د ليږد پروسې په برخه کې دوی پوره کارکړی.

د يادونې وړ ده، چې له بهرنيو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د پروسې لومړى پړاو د روان کال د جولاى په مياشت کې، له باميانو ولايت څخه پيل او وروسته دغه بهير د پنجشېر او له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل په ولايتونو او همدارنګه د مهترلام، لښکرګاه، هرات او مزارشريف په ښارونو کې هم ترسره شو.

XS
SM
MD
LG