د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بون غونډه کې د پاکستان ګډون مهم دی."


د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي
د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي
په افغانستان کي چارواکي وایي، د بون په کنفرانس کې د پاکستان ګډون ډیرمهم دی.

د ولسمشر حامدکرزي ویاند ایمل فیضي د مشال ريديو افغان څانګی سره په مرکه کې په دې اړه څرګندونې د هغو راپورنو په رد عمل کې وکړې چې وایې، پاکستان د ناټو د وروستي برید په وړاندې د اعتراض په توګه پریکړه کړې چې د بون په کنفرانس کې ګډون ونکړي.

ښاغلي فیضي وویل، افغانستان هیله من دی چې پاکستان به دغه کنفرانس کي برخه واخلي.دی زیاتوي.

((که څه هم پاکستان تراوسه خپله پریکړه رسما د افغانستان حکومت ته نه ده اعلان کړې خو افغان چارواکي هغو راپورونو اندېښمن کړي چې وایي د پاکستان وزيراعظم یوسف رضا ګیلاني په مشرۍ په پوځي غونډه کې پریکړه وشوه چې د ا هیواد د بون په کنفرانس کې ګډون ونکړي.))

د ولسمشر کرزي ویاند وویل، ولسشمر به له دې سره سره په نژدې راتلونکې کې له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه په ټیلفون خبرې وکړي.

د بون په دوهم کنفرانس کې چې د دسمبر په پنځمه جوړیږي، د افغانستان د ګاونډیانو په شمول د نړۍ د شاوخوا نوي هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.

بلخوا د جرمني د بهرنیوچارو او دفاع وزیرانو، ګېدووېستروېلې او توماس دې مایزیر پرون وویل چې په افغانستان کې یوې دوامدارې سولې ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره روغه یوازینۍ منطقي لاره ده.

د جرمني د بهرنیو چارووزیر وویل، سوله د دوستانو ترمنځ نه بلکه د زړو دښمنانو ترمنځ کیږي، سره له دې چې د دې ضمانت نشته چې د سولې خبرې به کامیابیږي، خو په دې دټولو اتفاق دي چی دا کارباید یوځل وازمول شي.

ګیدو ویستر ویلې ټینګاروکړچې د افغانستان لانجه له پوځي لارې نشي هواریدی.

له طالبانو سره د افغانستان د حکومت خبرې د سولې د عالي شورا د مشر تر وژل کیدو وروسته په ټپه دریدلي دي.
XS
SM
MD
LG