د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې طالبان پر شا تنبېدلي دي


ټایمز مجلې د افغانستان په اړه پخپله یوه مقاله کې لیکلي په هېلمند کې چرته چې د برتانییا ځواکونه دي ، د طالب یاغیانو له خوا بریدونه ډیر کم شو ي دي. د برتانییا د ځواکونو یو میجر روب هیډرویک وايي د طالبانو کوټه شورا خپل وسله وال راغواړي او تپوس ترې کوي چې په نادعلي کې یي ولې ډیرې ګټې نه دي ترلاسه کړې.

خو پوښتنه داده دا صورتحال به ترکومه دوام اولري؟ یو افغان چارواکې وايي کله چې د ایتلافې ځواکونو فشار ډیر شي نوطالبان لکه د کوچیانو د یو ځای نه بل ځای ته کډې وکړي.

ټایمز لیکي د برتانییا د ځواکونو له خوا د نوې جنګې ټیکنالوجۍ او په پراخه کچه د هیلي کاپټرو کارول هم طالب وسله وال په شاکړي دي.

مجله په پای کې لیکي د یو سیاسي جوړجاړي په غیر موجودګۍ کې دا سې نه ښکاري چې وسله وال به ددغه سیمې نه ورک شي.

د افغان ځواکونو یو پلاټون کمانډر تیمور شاه ویلې تر کال ۲۰۱۴ باید افغان پوځ دومره قوي وي چې طالبانو ته ماتې ورکړي او یا کیدای شي په ملیونونو مرستې ضایع شي.
XS
SM
MD
LG