د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې لا هم د برېښنا ستونزه هواره نه شوه


نقیب الله متونوال - خوست


مياشت وړاندې په خوست ښار کې د زياتې برېښنا يا بجلۍ د توليد او په دې برخه کې د ښاريانو د ستونزو د هوارۍ په موخه د برېښنا يو نوی غټ ډېزلي جنراتور، چې د زر واټه يا د يو ميګاواټ برېښنا د توليد وړتيا لري، د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري خوست ته ورکړل شو.

د خوست ښاریانو او دوکاندارانو هیله وه، چې په دې سره به د دوی د برېښنا یا د بجلۍ د کمي ستونزه هواره شي؛ خو له یوې میاشتې ځنډ وروسته هم د دوی د برېښنا ستونزه د پخواپه شان ده.

په دې اړه د خوست ښار دوه تنه اوسیدونکي فرید سکندر او جمال الدین وایې، چې دوى خوشاله وو، چې د نوي جنريټر په راتلو به بريښنا دوامداره شي خو داسې و نه شول خبره د پخواپه شان ده لاينونه خراب او بريښنا کله ځي او کله راځي، چې زموږ ډير وسايل هم په دې سره خراب شول .

د خوست په ښارکې یو تن درزي یا ګنډونکی احمد شاه وایې چې دوی د برېښنا د کموالي او په تلو راتلو کې ډېرزیانمن شوي نوموړى له چارواکوهیله کوي چې دوی ته دوامداره برېښنا یا بجلي ورکړي.
دى زياتوي،برېښنا راځي خو ډېرټکانونه لري، کله خو هېڅ رانشي زه یو ګنډونکی یم له اختره وړاندې له مونږڅخه ډېرې جوړې د همدې کمې برېښنا اود هغې د بې وخته تګ او راتګ له امله پاتې شوې چې ومو نشوې ګنډلای.٬٬

خو د خوست د برېښنا ریيس اینجینرمایل وایې، چې رښتیا هم دوی ته نوی جنرېټرورکړل شوی خودوی ښارته نیږدې نورې سیمې هم په پام کې نیولي چې لاینونه ورته وغځوي او دا نوی جنرېټر په کم لوډ کې نشي چلولی.

دى وایي،جنرېټرلرو او د دې لپاره باید نوروسیمو ته هم لاینونه وغځوو ، ځکه دا جنرېټر ډېر قیمتي اوپه کم لوډ کې یې نشو چالانولی ، کیدای شي تخنیکي ستونزې پیدا کړي ، فعلا د پاره نور جنرېټرونه شته او ښار ته برېښنا ورکوو٬٬

د یادونې ده، چې دامهال په خوست کې د یو واټ برېښنا بیه د یو کور لپاره ۳۰ افغانۍ ده او تجارتي ساحو لپاره ۳۵ افغانۍ ده، چې د سهار له نهو بجود ماسپېښین تر دریو بجو او د ماښام له پنځو بجود شپې ترلسو بجو پورې وي او د دې کم وخت او لوړې بیې له امله ډیری ښاریان اوس له شخصي جنرېټرونو څخه کاراخلي.
XS
SM
MD
LG