د لاسرسي ځای

په کندهار کې یو بې کسه نارو غ د نه درملنې شکایت کوي


د کندهار میرویس روغتون

د کندهار میرویس روغتون



سید شاه سقیم - کندهار


د کندهار ميرويس روغتون ته څېرمه د سړک غاړې ته پروت یو سپين ږيرۍ آغا محمد چې عمر يې تر اتيا کالو لوړ ښکاري او له پښو لویدلی دی، وايي ټوله شپه په ساړه یخ کې دلته د روغتون مخې ته تېره کړې چې دده په خبره د روغتون ډاکټرانو په شپه کې له روغتونه د سړک غاړې وغورځولى .

دی وايي څوک نه لري ،ټوله شپه یې ټوخېدی او ناروغي یې نوره هم زیاته شوېده.له مشال ریډیو سره په خبرو کې هغه وویل،” د لوړ ارغنداب اوسېدونکى يم . دا شل کاله کېږي دلته په کندهار کې اوسم اوس مريض شوى يم د يوې خوا هم نه يم ، روغتون ته يو چا بوتلم خو ډاکټرانو نه ځای رانکړ او دلته يې را وايستم او شپه مې پر دغه سړک تېره کړې ده ٬٬

د ميرويس روغتون مخامخ د يو دوکان څښتن هم وايي، چې د روغتون کار کوونکيو ناروغه بوډا د شپې په لسو بجو له روغتون څخه ايستلى او تر اوسه د دوى د دوکان مخې ته پروت دى.

٬٬ماښآم تقريبا لس بجې وې چې له روغتون څخه يې يو بوډا ناروغ را و وايست ، هيڅوک يې نه درلودل ، دلته يې غوځار کړ او تر اوسه دا دى زموږ د دوکان مخې ته پروت دى . ټوله شپه يې دغه يخ ته تېره کړې ده . ٬٬

د کندهار يو تن اوسېدونکى شېر محمد وايي دولت بايد د دغسې بې کسه کسانو لپاره يو ځانګړى ځاى ولري ځکه دغه کسان هم ددې هېواد اوسېدونکي دي او پر دولت حق لري.

٬٬دا خو د دولت مسوليت دى چې دغسې کسان بايد وساتي ، دولت بيا دې کسانو ته يو مرستون برابر کړي ځه کې چې په دغه دېرش کاله کې خو زموږ د هېواد ډېر کسان له خپلو خپلوانو بې برخې شوي دي، دا خو له انسانيت او د انسانيت له عزمت څخه ليرې خبره ده چې يو کس را باسې په سړک يې غورځوې. که خداى مکړه دغه بوډا دلته ومري بيا به څه کوو ؟ ٬٬
خو د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا بيا وايي چې تر دې وړاندې د دغسې بې کسه کسانو لپاره دولت يو مرستون درلود چې هلته به پکې ساتل کېدل خو دا مهال هغه تړل شوى دى .

دى وايي په روغتون دوى هغه کسان چې تداوي يې کولاى شي ساتي خو داسې کسان چې خپلوان هم نه لري او علاج يې هم د دوى تر وس وتلى وي په روغتون کې تر ډېره نشي ساتلاى.

" موږ هر هغه چاته چې دوى يا دوستان يې وغواړي او دوى ناروغان وي د تداوي په برخه کې هيڅ ستونزه نه لرو خو ځينې بيا دغسې کسان دي چې څوک نه لري او علاج يې نه کيږي د دې کسانو لپاره موږ ځاى نه لرو ما په وار وار دغه ستونزه را پورته کړې ده. چې بايد د بې سرپرته خلکو د پاره هغه څانګه د پخوا په څېر بېرته فعاله شي دا به ډېره ښه وي ".

د سويلي حوزې په کچه د ميرويس روغتون په دولتي چوکاټ کې يوازينى مجهز او عصري روغتون دى چې زيات وخت ورته د جګړو او نا امنيو د پېښو قربانيان هم راوړل کېږي.

دغه روغتون ته په کندهار سربېره له زابل ، هلمند ، روزګان او نيمروز ولايتونو څخه هم هره ورځ ګڼ شمېر ناروغان راوړل کېږي چې د ځينې درملنه خو لا په همدې روغتون کې ناشونې وي.
XS
SM
MD
LG