د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ملاکنډ کې ګرځنده عدالتونه جوړېږي


دپيښور های کورټ چيف جسټیس دوست محمدخان د جمعې په ورځ په سیدو شریف کې د وکیلانو غونډې ته وینا کوي.۲۵نومبر ۲۰۱۱
دپيښور های کورټ چيف جسټیس دوست محمدخان د جمعې په ورځ په سیدو شریف کې د وکیلانو غونډې ته وینا کوي.۲۵نومبر ۲۰۱۱
رپوټ : نيازاحمدخان سوات

دپيښور های کورټ چيف جسټیس دوست محمدخان منلېده چې په ملاکنډ ډيوژن کې د نورومسلو سره سره ولس ته په وخت انصاف نه ورکول لا هم یو له لویو هغو څخه ده .دی زیاتوي چې اوس به ولس ته دکور په درشل انصاف ورکولو له پاره ګرځنده عدالتونه جوړېږي.

دپيښورهای کورټ مشر قاضي دوست محمدخان دغه خبرې دجمعې په ورځ سيدوشريف کې دملاکنډډيوژن وکيلانوته خپله ويناکې وکړه.هغه وویل چې په ملاکنډ ډيوژن کې په تيروختونوکې څلورقسمه قوانین پاتې شوي وو او ولس ته د انصاف ورکولولپاره څه خاص انتظام موجود نه وو چې له وجې یې دسيمې خلک له يو شمير مسلو سره مخامخ وو.

اوس دوی حکومت ته تجويز کړی چې دعاموخلقو وړې وړې ستونزې په مقامي توګه حل کولوله پاره به دتحصيل په سطح عدالتونه جوړېږي شي. چې دهغې په رڼا کې به ججان دغه کلو اوتحصيلونوته ځې او دمقامي ولس وړې شخړې چې پکې جائيداد، وړې جګړې ،خانداني شخړې او دمعمولي جرمونومقدې په هغه وخت حل کړي.

په دغه مقدمو کې به دوکيل ضروت نه وي او له دې سره به په نورو عدالتونو بوج هم کم شي او ولس به له لویو سفري خرچوو هم بچ شي.

هغه وویل ،له دې سره به په حکومت دولس باورهم پوخ شي اوراتلونکې وخت کې به یې پر ولس ښه اثرات پرېوځي.

په دغه اړه دسوات بارايسوسيشن صدر اصغرخان وکيل وویل چې دا يو ډير ښه ګام دي. يوخو به ولس ته په وخت انصاف ميلاوېږي بل خوا به په لوی عدالتونوبوج کم شي.
XS
SM
MD
LG