د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: له ملکي او پوځي کسانو سر بېل سلوک


ژباړه: بشیر ګواښ، مشال راډیو

سرچینه: ډېلي ټایمز


له پاکستان څخه خپريدونکې ورځپاڼې ډيلي ټايمز په خپلې اداريې کې ليکلي چې د پاکستان وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي چې د قامي ګټو په باره کې پوځ او ملکي حکومت يوه خوله دي خو ورځپاڼه ليکي چې که داسې وای نو حکومت به له پوځ څخه حساب غوښتی.

په اداريې کې مثال راوړل شوی او ويل شوي چې کله په ایبټ اباد کې امريکايي پوځيانو اسامه بن لادن وواژه او يا په کراچۍ کې د سمندري ځواکونو په مرکز وسله والو خونړي بريدونه وکړل نو له پوځ څخه هيچا پوښتنه ونه کړه.

ورځپاڼه ليکي چې د پاکستان پر خاوره د امريکايي عملیاتو له وجې د دې ملک پوځ ډيره زياته کمزوري احساسوله او د ملکي حکومت لپاره دا يوه ډيره ښه موقعه وه چې د فیصله کولو ټولو واکونو له پوځ څخه واخلي خو حکومت د دغه کار پر ځای د پوځ تر شا ودريد.

د ډيلي ټايمز ورځپاڼې په اداريې کې راغلي چې د پاکستان پيپلز ګوند حکومت يا خو د خپلې دورې د پوره کولو او يا هم د پوځ د فشارونو له وجې پوځ سره هيڅ حساب ونه کړ خو که يې کړی وای نو ټول اولس به يې تر شا ودريدلی وو. اداريه زياتوي چې په امريکا کې د پاکستان د سفير له خوا د پوځ پر ضد امريکا ته د ليږل شوي خط له تورونو وروسته حکومت دغه چانس له لاسه ورکړی دی.

په دې ليکنه کې ويل شوي چې د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د دغه تور له امله په امريکا کې د پاکستان د سفير، حسين حقاني، له استعفا ورکولو وروسته وويل چې په دې اړه تحقيقات کوي او د حقاني استعفا يې ځکه ومنله چې شتون يې پر تحقيقاتو اثر ونه کړي. خو ورځپاڼه پوښتنه کوي چې په پاکستان کې ولې هروخت يوازې له ملکي چارواکو څخه حساب غوښتل کيږي او پوځي چارواکو ته هيڅ نه ويل کيږي؟

د ډيلي ټايمز ورځپاڼې په دې اداريې کې ليکل شوي چې ځينې رسنيوو په دې اړه اولسي حکومت ګرم ګرځولی. په ليکنه کې راغلي چې حکومت مخالفه سياستوال او رسنۍ دواړه بايد په دې حالاتو کې سمې پريکړې وکړي او د حکومت د کمزوري کولو له لارې دې په غير مستقيمه توګه د پوځ مرسته ونه کړي.
XS
SM
MD
LG