د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ سره په افغانستان کې د جګړې لپاره کارېږي


یوه پاکستاني دوکاندار په لاسو کې سره نیولې ده.
یوه پاکستاني دوکاندار په لاسو کې سره نیولې ده.
بوریوال کاکړ، مشال راډیو

پراګ
- امریکايي چارواکي په وار وار وايي چې وسله وال طالبان له پاکستانۍ سري بمونه جوړوي او په افغانستان کې یې د نړیوالو ځواکونو پر ضد کاروي. په تېره اونۍ کې له سري څخه د جوړېدونکو بمونو په اړه یوه غونډه وشوه چې په پاکستان کې د سرې جوړونکې کمپنۍ ً فاطمه ګروپ ً استازي هم ګډون کړی وو.

د دې غونډې په پای کې وړاندیز وشو چې پاکستان دي د خپلې سرې د جوړولو طریقه بدله کړي ، هغه ځکه چې دا په افغانستان کې د ستونزې سبب ده. دا چې له دې سرې څخه جوړېدونکي بمونه څومره اغېزمن دي او د افغانستان کروندګر د خپل استعمال لپاره له دې سرې پرته کومه بله لاره لري او که نه.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې له امونیم نائټرېټ فرټلائزرز یا تورې سري څخه جوړېدونکو بمونو شاوخوا ۳۲۰۰ امریکايي سرتېري ژوبل کړي دي.

امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د اورپکو د بمونو له کبله د امریکايي مرګ ژوبلې د مخنیوي د قومندې د مشر جنرال مایکل باربرو له خولي لیکي ، که څه هم دوی داسې مواد راټولوي خو د هغوی افغانستان ته ورتلل او پراخېدل دوام لري.

دی وايي چې د طالبانو له خوا په بمونو کې د کارېدونکې سرې زیاته برخه د پاکستان د هغو کارخانو څخه وزي چې د فاطمه ګروپ په نامه کمپنۍ یې مالکه ده.

دا چې له دې سرې څخه جوړېدونکي بمونه د نړیوالو او افغان ځواکونو پر ضد د وسله والو طالبانو په جګړه کې څومره اغېزمن دي؟

افغان خبریال سمیع یوسفزی یې په اړه وايي: ((د دې بمونو قوت خورا زیات وي. دوی په سلګونه کیلو مواد هم استعمالوي. خو لږ تر لږه پنځه یا شپږ کیلو امونیم نائټرېټ دوی له نورو موادو سره یو ځای کوي ، هغه د یوه موټر او یا یوه شخص د له منځه وړلو لپاره کافي وي. خو کله چې دوی غواړي چې یو لوی انفجار (چاودنه) وکړي نو دوی بیا له پنځوس څخه تر اتیا کیلو موادو ته اړتیا لري.))

وسله وال طالبان له دې پاکستانۍ سرې څخه جوړ شوي بمونه د افغانستان په کومو سیمو کې کاروي؟

سمیع یوسفزی یې په اړه زیاته کړه: ((دا سره د افغانستان د هر ګروندګر ضرورت دی چې د خپلو فصلونو لپاره یې استعمال کړي. خو به عین حال کې دا د یوه منفي عمل لپاره هم استعمالیږي. نو دا په یوه سیمه پورې مربوطه نه ده. دا د افغانستان په ټولو سیمو کې پیدا کیږي او طالبان هم په ټول افغانستان کې ورڅخه کار اخلي.))

په تېره اونۍ کې د امریکا د ورجینیا په ایالت کې له سرې څخه د جوړېدونکو بمونو د مخنیوي پر موضوع په یوه کانفرنس کې د پاکستانۍ کمپنۍ فاطمه ګروپ استازي فرخ قریشي هم ګډون وکړ.

د کانفرنس په پای کې پاکستان ته وړاندیز وشو چې د دې سرې د جوړولو په طریقه کې دي بدلون وشي هغه ځکه چې د کانفرنس د ګډون والو او امریکايي چارواکو په وینا دا سره په افغانستان کې د ستونزې سبب ده.

واشنګټن پوسټ لیکي ، فرخ قریشي په دې خوا بده کړه چې ګواکې یوازې پاکستانۍ سره د ستونزې سبب ده. هغه وویل چې له هند سره هم تجارت کیږي ، ایران او انډونشیا هم شته.

فرخ قریشي زیاته کړه ، اورپکي به د دې سرې د لاسته راوړلو لارې ولټوي ، د هغه په خبره اورپکي ډېر هوښیار خلک دي.

د افغانستان د کرنې د وزارت ویاند مجید قرار مشال ریډیو ته وویل چې دوی د دې سرې پر ځای د کروندګرو لپاره نور ډولونه معارفي کړي دي.

هغه زیاته کړه: ((موږ د دې سرې پر ځای څلور نور قسمونه معارفي کړي دي چې د دې سرې ضرورت پوره کوي. او دې ته له دې کبله هم اړتیا نشته چې دا تر نوره عادي سره په بیه کې ګرانه هم ده.))

ایا افغان حکومت خپل هیواد ته د دې سرې د وروړل کېدو د مخنیوي لپاره څه کړي دي او که نه ؟

مجید قرار پر مخ وویل: ((تېر کال موږ شپېته زره ټنه یوریا او نوره سره ووېشله. په عین حال کې زموږ د ترویج کارکوونکي له دې سرې څخه د خطر په برخه کې پوهه ورکوي. د دې تر څنګ د ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان له مخې دا سره په افغانستان کې منع ده او موږ هم د هغه فرمان له مخې له ټولو امنیتي لورو سره شریک کړي دي. او زموږ په بندرونو کې هم کارکوونکي له بهر څخه پر راتلوونکو توکو نظر ساتي او چې کله دا سره وویني نو یې بندوي او افغانستان ته یې نه پرېږدي.))

د واشنګټن پوسټ د لیکنې له مخې ، په ورجینیا کې د ترسره شوي کانفرنس ګډون والو هم پر دې زور واچاوی چې افغان کروندګر دي د یوریا نومي سرې د کارولو لپاره وهڅول شي له کومې څخه چې د بمونو جوړول ګران کار دی.
XS
SM
MD
LG