د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بون کنفرانس او د پاکستان هیلې


ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ
- که څه هم د جرمني په ښار بون کې د افغانستان په اړه دا دویم نړیوال کنفرانس دی خو پاکستان به په لومړي ځل په دې کې برخه اخلي.

د څېړونکو په وینا، د نورو ګاونډیو هیوادونو پرتله، پاکستان په افغانستان کې خپلې ګټې زیاتې ویني.

په داسې حال ګې پاکستان په کنفرانس کې د خپل دریځ د پیاوړي کولو لپاره څه تیارۍ کوي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د چارو کار پوه سلیم ساپي مشال راډیو ته وویل، اصلاً پاکستان تر دې حده پورې تیاری کوي چې د پاکستان دریځ چې د افغانستان په اړه دی، هغه په موثره توګه مخې ته راولي او په ډاګه یې کړي.

په پېښور کې د دفاعي چارو کار پوه برېګیډییر سعد محمد خان مشال راډیو ته وویل، پاکستان به هڅه کوي چې په ((افغانستان کې د مزاحمت کوونکو ډله د حکومت برخه جوړه کړي.))

سعد محمد خان وايي، پاکستان به هڅه کوي چې د خپلو ګټو ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي.

۱۰ کاله مخکې په بون کې د لومړي کنفرانس د جوړولو پر مهال له افغانستان سره ژمنې شوې وې او دا پرېکړې شوې وې چې د افغانستان ادارې به جوړول کېږي.

لس کاله وروسته اوس د دې جنګ ځپلي هیواد څه حال دی او بیا د بون کنفرانس اغېز به څه وي؟

سلیم ساپی وايي، ده ته نه ښکاري چې په دې غونډه کې به داسې لویې او مثبتې پرېکړې وشي.

((ماته د بون کنفرانس څه خاص، لویې ګټې نه ښکاري. البته دا چې په دې کې به کومه لویه پرېکړه وشي یا لویه نتیجه به یې مخې ته راشي.))


د افغانستان په اړه د بون لومړی کنفرانس په ۲۰۰۱ کال کې، د دسمبر په میاشت کې شوی وو چې په کې د کنفرانس د پرېکړو تر مخې په افغانستان کې ایین او قانوني نظام جوړ کړل شو.
XS
SM
MD
LG