د لاسرسي ځای

د بون د کنفرانس په اړه د افغانستان هیلې


د افغانستان د مدني ټولنې غړي د بون د کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث کوي.

د افغانستان د مدني ټولنې غړي د بون د کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث کوي.

حسیبه شهید، مشال راډیو

پراګ
- په افغانستان کې د مدني ټولنې چارواکي وایی، د افغانستان په اړه د جرمني د بون ښار په جوړېدونکې غونډه کې به دوی فعاله ونډه ولري او د دی لپاره یې پوره چمتوالی نیولی دی.

د افغانستان په اړه د بون په دویم کنفرانس کې چې د ډيسمبر په لومړۍ اوونۍ کې جوړېږي، د نړۍ له هېوادو سره د افغاسنتان پر سیاسي اړیکو، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو، افغان ځواکونو ته له بهرنیو د واک د لېږد او په افغانستان کې د سولې پر موضوعاتو خبرې کېږي.

د افغانستان د مدني ټولنې استازي، او د بون په غونډه کې ګډونکونکي باري سلام له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چی د دغه کنفرانس په درشل کې د افغانستان د مدني ټولنې ۳۴ غړي په بون کی سره راټولېږي او د غونډی په اړه سلا مشورې کوي.

((تاسو خبر یاست چې په دویمه او درېیمه نېټه په بون کې د مدني ټولنو یو کنفرانس جوړېږي. په دې کنفرانس کې به د مدني ټولنې ۳۴ منتخب استازي برخه واخلي. دوی به د بون د کنفرانس په درې مهمو ټکیو چې هغه د مسولیتونو لېږد ، بیا یوځای کېدل او د نړیوالې ټولنې اوږد مهاله ژمنتیا ده، پراخ بحث وکړي.))

دی وايي: (( د افغانستان د مدني ټولنې لید لوری به له نړیوالې ټولنې، لویدیځو رسنیو، څېړنیزو ادارو او هغو کسانو سره چې په دې کنفرانس کې برخه اخلي شریک کړي. له ۳۴ کسانو څخه د بون غونډی لپاره دوه کسان ټاکل شوې چې یو زه خپله یم او بله هم مېرمن سیلۍ غفار ده. ))

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر په دې باور دی چې د بون په کنفرانس کې به له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د نویو مرستو ژمنې وشي.

((زموږ د هیوادوالو او هم په سیاسي سطح د افغانستان د دولت او د نړیوالو امېد دا دی چې دا د انتقال یا د مسوولیتونو د لېږد بهیر چې تکمیلېږي په خیر سره، نو باید دنیا یو نوی پیغام، افغانستان او د افغانستان ګاونډیو هیوادو ته ولېږدوي چې د افغانستان متحد هیوادونه به له افغانستانه سره په سیاسي چارو کې، امنیتي چارو کې او اقتصادي چارو کې یو ټینګ دریځ ولري او اتحاد به ولري. سره له دې چې د دوی پوځیان به تر ۲۰۱۴ کاله له افغانستانه ووځي. اما دا اتحاد به یو اوږد مهاله اتحاد وي.))


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیودو ویسترویلي هم کابل ته په خپل وروستي سفرکې ویلي چې هېواد یي د افغانستان په اړه د بون د دویم نړیوال کنفرانس جوړېدو ته چمتوالی بشپړ کړی دی او دوی هیله مند دي چې پر ټاکلې نېټه افغان پلاوی او نور ګډونوال د بون په دویم کنفرانس کې راټول شي.

ګیودو ویسترویلې وویل، جرمني به تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم افغانستان هېر نه کړي او له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د سوداګرۍ د خونو د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي بیا اندېښنه څرګندوي چې د بون په غونډه به له افغانستان سره دا ځل نړیوال پراخې مرستې ونه شي کړای:
((د ماليې د وزارت تر لاندې داسې یو اقتصادي درخواستونه هم جوړ شوي دي. داسې یو پلان چې تر ۲۰۳۱ کال پورې، داسې وړاندیز شوی دی.))

دی وايي، له دې پلان سره موافق په دې نه دی چې باید افغانستان په چټکه توګه پر خپلو پښو ودرېږدي.


خو بل لور ته د بون غونډې ته ناټو ډېرې هیلې لري.

په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومینیک میډلې خبریالانو ته وویل چې هیله مند دي چې د بون په غونډه کې به د افغانستان او سیمې لپاره ناټو څرګند پیغام وړاندې کړي.

که چېرته نړیوال له افغانستان سره مرستې و نه کړي د یو شمیر پوځي چارو د څېړونکو په باور تر ۲۰۱۴ زکال وروسته به افغانستان ته ګرانه شي چې د شاوخوا درې نیم لکه امنیتي ځواکونو تنخاوې ورکړي، د وسلې غم یې وخوري او د روزنې بهیر یې پرمخ بوځي.

دغې اندیښنې ته په وروستیو کې نړیوال بانک هم په یوه رپورټ کې اشاره وکړه او ویې ویل په ۲۰۱۴ز کال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي له دې هیواد سره به بهرنۍ مرستې لږې شي نو د پوځ روزنه به ورته ګرانه شي.

خو د افغانستان دننه بیا حکومت دې ته هیله لري چې افغانستان به خپل کانونه بهرنیو پانګوالو ته وسپاري او له دې لارې به خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

البته نړیوال بانک په دې اړه په خپل رپورټ کې څرګنده کړې ده چې د کانونو سپړل وخت ته اړتیا لري او ښایي د افغانستان اقتصادي ستونزې چې تر نوي په سلو کې ډېر بجټ یې پر بهرنۍ مرستې ولاړ دی پوره کړي.

د بون کنفرانس مشري به افغانستان کوي او کوربه به یې جرمني وي. افغان چارواکي وايي، په دی نړیوالې یوې ورځنې غونډه کی چی د نړی له ۹۰ څخه د زیاتو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به پکی ګډون کوي ، د افغانستان سره د مرستو په برخه کی به د اداري فساد د مخنوي لپاره ځینی شرایط هم وټاکي.
XS
SM
MD
LG