د لاسرسي ځای

د بون د کنفرانس په اړه په جلال اباد کې د ښځو غونډه


په جلال اباد کې ښځې د بون د کنفرانس په اړه په تیاریو بوختې دي.

په جلال اباد کې ښځې د بون د کنفرانس په اړه په تیاریو بوختې دي.

باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد
- د افغانستان د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د افغان ښځو ټولنې د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت نه وغوښتل چې د بون په دويم کنفرانس کې دې د دايمې سولې د راوستو تر څنګ دغه کنفرانس ته داسې ښځې وروپيژني چې د افغانو ښځو واقعي استازيتوب وکړى شي.

دا غونډه چې د اويک يا افغان ښځو ټولنې په نوښت جوړه شوې وه، د کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار د ښځينه چارو رياستونو استازو او د مدني ټولنو فعالو ښځينه وو غړو په کې برخه اخيستې وه.

په ننګرهار کې د اويک دفتر مسووله ذکيه کاکړ وايي چې د دوى د ټولېدو هدف دا دى چې د بون د دويم کنفرانس په اړه خپل نظريات د حکومت پر وړاندې کېږدي.

(( زموږ د دې غونډې هدف دا دى چې د بون د کنفرانس په اړه په خيتځه سيمه کې د ښځو نظريات راټول کړو او زون په سطحه د دوى وړانديزونه څه دي. بله دا چې بايد ښځې د بون په کنفرانس کې فعاله ونډه ولري او خپلې ستونزې پخپله رابرسېره کړي.))

د ننګرهار د ښځينه چارو پخوانۍ مشره او د مدني ټولنې فعاله غړې شيلا بابري وايي چې د بون په کنفرانس کې دې د امنيت تر څنګ د ښځو حقونو ته هم پام واړول شي.

(( زموږ وړانديز دا دى چې د سولې د راوستو له پاره بايد په دې کنفرانس کې جدي پاملرنه وشي. ځکه چې همدا بد امني ده چې د ښځو او [نرانو] پر وړاندې يې ستونزې پيدا کړي دي. او بله دا کوم حقوق چې ښځو ته شريعت او اساسي قانون ورکړي، هغې ته دې په درناوي سره قايل شي او کار دې ورته وکړى شي.))

د کونړ ولايت د ښځو د چارو مشره شفيقه سادات وايي چې د بون په کنفرانس کې دې ښځو ته پوره ونډه ورکړى شي.

(( موږ په افغانستان کې ډيرې هوښيارى، ډيرې مخورې او ډيرې عالمې ښځې لرو. بايد چې د بون په کنفرانس کۍ هغوى په فزيکي توګه موجودې وې، نه په سمبوليکه توګه. موږ د افغانستان له دولته غواړو چې د ښځو د ژوندانه په لارکې دې ښځو ته اسانتياوې ورپه برخه کړي.))

د يادولو ده چې په دې غونډه کې له څلورو شرقي ولايتونو کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار څخه ۶۰ تنو ښځو برخه اخيستې وه، چې خپل نظريات يې په ګروپي شکل سره تنظيم کړل.

ټاکل شوې چې د بون دويم کنفرانس به د روان ميلادي کال د ډسمبر په مياشت کې د جرمني هيواد بون ښار کې جوړ شي چې په افغانستان کې په تيرو ۱۰ کالونو راسته راوړنو، له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امينت په سپارلو، د ڼړلوالې ټولنې له اوږدمهاله مرستو او په يو شمير نورو مسايلو په په کې خبرې او پرېکړې وشي.
XS
SM
MD
LG