د لاسرسي ځای

ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

لیکوال: علي ک. چشتي

سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون


لیکوال علي ک. چشتي په خپله یوه مقاله کې لیکي د پاکستان او امریکا له چارواکو سره تر خبرو کولو وروسته هغه باوري شوی چې د امریکا د پوځ پخواني مشر اېډمرل مایک ملن ته لانجمن لیک، حسین حقاني لیکلی دی.

لیکوال وايي، تر رایې ورکولو مخکې هر کس باید دا سوچ وکړي چې حسین حقاني دا خط په داسې وخت کې استولی وو چې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته، په هغو ورځو کې د پاکستان و امریکا اړیکي ډېر کړکېچن ول او په دې ډول حقاني هڅه کوله چې د اسلام اباد او سپینې ماڼۍ تر منځ اړیکي ښه کړي؛ او دویمه خبره دا ده چې دا وړومبی ځل نه دی، تر دې مخکې هم په پاکستان کې ځېنې کسانو امریکا ته داسې لیکونه استولي دي.

د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې په مقاله کې راغلي، د دې لیک متن ته که ولیدل شي نو دا حقیقت به په ډاګه شي، چې د حسین حقاني له طرفه د لیکل شوي خط پرته له دې هیڅ مقصد نه وو چې د امریکا و پاکستان اړیکي یې ژغورل غوښتل.

د حسین حقاني لخوا د امریکا د پوځ مشر ایډمرل مایک ملن ته په لیکل شوي دې خط کې شپږ نکتې دي. وړومبۍ دا چې د سپټمبر د یولسمې د پېښو د پلټنو د کمېسون په طرز دې د اسامه بن لادن د موجودګۍ د پلټنو په اړه هم یو کمېسون جوړ کړل شي.

همدا کمېسون له پوځ سره پر سلا جوړ هم کړل شو.

دویمه نکته دا ده چې هغه کسان چې په ولسي حکومت کې وي، او که په پوځ کې، که د اسامه بن لادن په مرستې کولو ککړ زبات شول، نو هغوی دې له خپلو دندو لرې کړل شي؛ دا به د پوځ په ګټه هم وي، ځکه چې هغوی هم هڅه کوي چې له خپلو لیکو سختدریځه لرې کړي.

په لیک کې درېیمه نکته دا ده چې یوه نوې قامي امنیتي ډله دې جوړه کړل شي او په دې توګخ د القاعده د غړو د نیولو لپاره دې امریکا ته د چاپواو بریدونو اجازه ورکړل شي.

لیکوال لیکي، دا هغه څه دي چې د سپټمبر تر یولسمې وروسته یې د پاکستان پوځ امریکا ته اجازه ورکړې ده. یانې، امریکا دې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کوي.

په مشکوکه توګه د حسین حقاني په دې لیک کې څلورمه نکته دا ده چې د ولسي حکومت، پوځ او استخباراتي ادارې آی ایس آی په مرسته دې د اټومي تنصیباتو د ساتنې لپاره یوه قامي امنیتي ډله جوړه کړل شي چې په دې ډول دا اټومي تنصیبات نور هم خوندي کړل شي.

د لیک پینځمه نکته دا ده چې د پاکستان له آی ایس آی دې د (ایس- S) په نوم څانګه لرې کړل شي.

د لیک وروستۍ، نکته دا ده چې د ممبۍ په ترهګرو بریدونو کې ککړ کسان دې ونیول شي او عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

لیکوال په آخره کې لیکي، دا وړومبی ځل دې چې یوه ملکي چارواکي داسې خط لیکلی دی ځکه چې تر دې مخکې داسې لیکونه پوځي چارواکو لیکل خو هغوی ته هیچا څه نه ویل.

حسین حقاني استعفا ورکړه خو نوموړی به د جمهوریت د شهید په توګه تل ژوندی وي.
XS
SM
MD
LG