د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (کلتوري هلې ځلې)


د سندرو امېل خپرونې ته ښه راغلاست.

په خیبر پښتونخوا کې نه یواځې حکومت بلکې نا دولتي ادارو هم په دې صوبه کې له کالونو راهیسې د کلتوري جمود د ماتولو هڅې کړې دي.

په داسې ادارو کې یوه د پېښور د خبریالانو هغه ده. د دې ادارې نوم کلچرل یونین اف جرنلسټس یا د خبریالانو فرهنګي ټولنه ده چې د فنکارانو مالي مرسته کوي، او کلتوري هلې ځلې کوي.

روښان یوسفزی د پېښور یو پېژندل شوی خبریال او لیکوال دی. نوموړې وايي، د یادې ادارې له لارې یې د ۲۰۱۰ز کال په سېلاوونو کې له ځپل شویو هنر مندانو سره مرستې کړې دي.

د سندرو امېل په دې خپرونه کې هارون باچا د هنر مندانو او د هنر د بیا رغاونې په مهمې موضوع بحث کړی دی او له نویو سندرو سره یې بیا امېل پېرلی دی.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG