سراج ظهیر، مشال راډیو
اسلام اباد - نومیالی لیکوال، مصور او ډرامه لیکونکی روف خالد د نومبر په ۲۴مه د لاهور اسلام اباد پر لویه لار، له شېخو پوره سره نېږدې د سړک په پېښه کې وژل شوی دی.
د نوموړي پوره نوم، عبد الروف خالد وو او دی په ۱۹۵۷ کال کې، د خیبر پښتونخوا په چارسدې کې زېږدلی وو.
د نوموړي د پلار نوم ایوب خان وو او حکومتي کار کوونکی وو نو ځکه سره له کورنۍ یې د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې ژوند تېر کړی وو.
روف خالد تر لومړنیو او منځنیو زده کړو وروسته د پېښور په اسلامیه کالج کې لوړې زده کړې تر لاسه کړې.
ده بیا د پاکستان په سمندري پوځ کې نوکري تر لاسه کړه او تر هغې وروسته یې د پاکستان د اعلا ملکي دندو په ازموینه کې بریا تر لاسه کړه او د ګمرک یا کسټم په ادارې کې مقرر شو.
روف خالد، د ډیپټي کلکټر په لوړ پوړې دندې کار کاوه او بیا یې استعفا ورکړه ځکه چې د ده رجحان او ذهن تخلیقي وو او په دې توګه د فن نړۍ ته راغی.
روف خالد د پاکستان و هند تر منځ د کشمیر پر لانجې ډرامې جوړې کړې او په ټول هیواد کې مشهور شو.
نوموړي، د ښوونځي د زده کړو پر مهال ډرامې لیکل پیل کړي ول.
پوره سره نزدي په ټرافيکي پښه کي د زيارت په ماښام د رواني مياشتي نومبر په څلريشتمه نيټه د دي دنيا نه سترګي پټي کړي.
نوموړي د پښتنو افغانانو د لوی مبارز او ملتپاله اتل فقیر اېپي پر ژوند هم یو فلم جوړ کړی وو.
دی نه یواځې لیکوال وو، بلکې یو تکړه انځور ګر هم وو او د نوموړي د فن نمونې د امریکا د نیویارک او یونان په نندارتونونو کې ايښودل شوې دي.