د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار په پینځو ولسوالیو کې عملیات پیل


ډاکتر توریالی ویسا او جنرال عبد الرازق د خبري غونډې پر مهال
ډاکتر توریالی ویسا او جنرال عبد الرازق د خبري غونډې پر مهال
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - چارواکي وايي د افغانستان د کندهار په پېنځو شمالي ولسواليو شاوليکوټ، خاکرېز، نېش، غورک او ميانشين کې يې د خپلو وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه پوځي عمليات پيل کړي دي.

د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا وايي چې دغه عمليات د همکارۍ او اميد په نامه د هغو عملياتو لړۍ ده چې يو نيم کال وړاندې د کندهار په څلورو نورو ولسواليو کې هم ترسره شوي وو.

دى وايي د روانو عملياتو قومنده د افغان ملي اردو او ملي پوليسو په غاړه ده او په ځينو ځايونو کې ورسره بهرني سرتري هم مرسته کوي.

د ده په خبره د عملياتو تر بشپړېدو وروسته به له وسله والو څخه په پاکو شويو ولسواليو کې د ښې حکومتدارۍ ، بيا رغوونې او پرمختيايي چارې هم پيل شي.

(( تقريباً يو نيم کال مخکې مونږ د همکارۍ او اميد په نامه په کندهار عمليات پيل کړي وو. د هغو عملياتو عمده برخي امنت او د ښې حکمتدارۍ را مېنځته کېده وو. دا هم د هماغو عملياتو لړۍ ده. چې مشر يې ټوله د ملي اردو او ملي پوليسو په غاړه ده ))

دى زياتوي چې په دې وروستيو وختونو کې يې د ځواکونو تشکيل او د امنيتي واحدونو شتون زيات شوى او د خلکو او دولت تر مېنځ د همکاري له امله په ډېرى سيمو کې امنيت هم ټينګ شوى دى.

د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق بيا وايي چې په ځينو ولسواليو کې پيل شوې عمليات په لارو کې د خښو شويو ماينونو له امله قرار روان دي. او تر اوسه پورې په دغو عملياتو کې درويشت تنه وسله وال وژل شوي او تر پېنځه دېرشو زيات ژوندي نيول شوي دي.

(( د کندهار په ميوند ولسوالۍ ، د ژړۍ په جنوبي سيمو،د بند تېمور په ځينو سيمو کې د خاکرېز او غورک تر مېنځ ، د شاوليکوټ په ځينو سيمو او ميانشين په ځينو برخو کې چاڼيز عمليات شروع شوي دي چې يوه يوه نيمه مياشت به وخت ونيسي او وروسته به يادې ټولې سيمې د دولت واک ته راځي ))

تر دې وړاندې د کندهار په غورک ولسوالۍ کې هم ورته عمليات پيل شوي.

د کندهار په اولسو ولسواليو کې دا مهال دوې ولسوالۍ لا هم د دولت له واکه وتلې دي چې د چارواکيو په خبره تر روانو عملياتو وروسته به يې واک له دوى سره وي.
XS
SM
MD
LG