د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ناټو شپږ ماشومان وژلي


سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- چارواکي وايي، هوايي بريد د چار شنبې په غرمه د افغانستان د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په سياه چوۍ سيمه کې پر هغو طآلبانو وشو چې د سړک پر غاړه يې ماينونه ښخول.

د ژړۍ ولسوال نياز محمد سرحدي مشال راډيو ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو الوتکو لومړى د دولت پر مخالفو وسله والو بمونه وو اورول دوه يې تنه يې وژلي او يو بل يې ټپى کړى دى خو چې کله پاتې وسله وال د عامو وګړو کورونو ته ننوتل نو الوتکي پسې هماغلته ورغلې.

دى وايي په پېښه کې شپږ ماشومان او يو تن عام وګړى وژل شوى او دوې نجونې ژوبلې دي،

(( تقريباً د ورځې يوولس نيمې بجې د ورځې وې چې د سياه چوۍ په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو هلي کاپټرو په هغو وسله والو چې پر سړک يې ماينونه خښول راکټونه ويشتي وو وروسته وسله وال کلي ته تللي او د بهرنيو سرتېرو جيټ الوتکو هلته هم پرې بمبار کړى دى چې له امله يې شپږ تنه ماشومان ، او يو سړى وژل شوي او دوې نجونې ژوبلې دي. په دغه بريد کې دوه تنه وسله وال هم وژل شوي او يو تن يې ژوبل دى. ))

د کندهار له ولايت مقام څخه مشال راډيو ته په يوه رالېږل شوى خبر پاڼه کې پر عامو وګړو ترسره شوى بريد غندل شوى او زياته شوې ده چې د پېښې د څېړنې د پاره يې يو پلاوى ټاکلى چې سيمې ته تر تګ وروسته به بشپړ مالومات رسنيو ته ورکړي.

تر دې وړاندې هم په وار وار د بهرنيو ځواکونو الوتکو په عامو وګړو ورته بريدونه کړي دي چې امله يې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
XS
SM
MD
LG