د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د خط او پوځ په مینځ کې


د آی اېس آی مشر جنرال احمد شجاع پاشا د استول شوي لانجمن خط په ډاګه کونکي منصوراعجاز سره لیدلي وو.
د آی اېس آی مشر جنرال احمد شجاع پاشا د استول شوي لانجمن خط په ډاګه کونکي منصوراعجاز سره لیدلي وو.
د پاکستان په ډيلي تایمز ورځپاڼه کې ډاکټر محمد تقي د امريکا د ټولو پوځونو پخواني مشر ته د ليکل شوې مشکوکه لانجمن خط، چې په نتيجه کې يې په امريکا کي د پاکستان سفير حسين حقاني خپله چوکۍ له لاسه ورکړه په خپله کي مقاله کي وايې چې د پاکستان راتلونکي به د خط او پوځ په مينځ کې راڅرخي.

د ډيلي ټائمز ليکوال ډاکټر محمد تقي د خپلي مقالې عنوان، پاکستان، د خط او پوځ په مينځ کې داسي ښکاري چې د مستعفي شوې سفير حسين حقاني له کتاب سره تړلی دی. د کتاب نوم دی، پاکستان، د د جماعت او پوځ په مينځ کې دی.

ليکوال وايې چې آیا دا ادعا شوی خط وو او که د حسین حقاني په پاکستان کي د ولسي واک د برلاسي هڅې وي چې بالاخره يې دی له خپله کاره لرې کړ.

د ډاکټر تقي دا مقاله د حسين حقاني پر فکر راګرزي او داسي ثابتوي چې دده په کتاب کې د پاکستاني پوځ له خوا د مذهب د استعمالولو فکر او دا هڅه چې د پاکستان ټولې چاري د پوځ پر ځای د ولس تر واک لاندي راسي، دده د سزا سوب ګرزيدلی دی.

دده په وينا د ولس له خوا د حسين حقاني نه خوښونه اوس په ښکاره نفرت بدل شوی دی.ددوی په فکر ده د امريکا په علمي حلقو او تينک ټينکونو کي د پاکستان د پوځ هغه ټولي لاس ته راوړني په اوبو لاهو کړې چې له تيرو څو لسيزو يې راوړې وې.

د ليکوال په خبره دده داسې کړنه د پاکستان هغو واکمنو ته د منلو وړه نه ده چې پخوا به امريکایانو دوی ته غوږ نيولی اوس يوه قدرمن او د ښه کورنۍ کس ته غوږ نیسي.

له دې وروسته ډاکټر تقي بيا د مشکوکه متنازعه خط د په ډاګه کونکي منصور اعجاز او د پاکستان د جاسوسی ادارې ای ايس ای د مشر جنرل پاشا ترمينځ د پټې غونډي خبره کوي چې دده په وينا د سپريم کمانډر، چې اشاره يې اصف علي زرداري ته ده له خبرولو بغير شوې ده. دده په وينا دا کار نورې هم اوبه خړ پړوي.

د ليکوال په وينا که د حسين حقاني د ټيلي فون پلټنه کيدای شي نو ولې نه د جنرل پاشا د تيلي فون يعني بليک بيري پلټنه و نه شي چې د ډاکټر تقی په وينا د ولسمشر آصف علي زرداري جاسوسي يې کوله.په دې پلتڼه کې بايد و کتل شي چې جنرل پاشا او منصور اعجاز تر مينځ نورې څو غونډې شوي دي.
XS
SM
MD
LG