د لاسرسي ځای

یمن : د واک سپارلو تړون وشو خو احتجاجونه دوام لري


د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح

د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح


د یمن د پلازمېنې سنا په مرکز کې نن یوشمېر کسان هله ووژل شو چې کله په ساده جامو کې وسلوالو کسانو ډزې ورباندې وکړې.دا تازه تریخوالۍ یوه ورځ له هغې وروسته رامنځ ته شو چې پرون د شوروپه ورځ ولسمشر علي عبدالله صالح د واک سپارلو پر یوه تړون لاسلیک وکړ.

په یمن کې له تېرو لسو میاشتو راهیسې د صالح د ۳۳ کلنې واکمنۍ د ختمولو لپاره احتجاجونه روان دي.احتجاج کونکو د خلیجي عرب هیوادونو په منځګړیتوب هغه تړون رد کړی چې له مخې به یې صالح واک خپل مرستیال ولسشمر ته سپاري او په بدل کې به هغه ته عامه بښنه ورکول کېږي.

نن د یمن په سنا او په جنوبي ښار تایز کې په زرګونه خلکو د تړون ضد مظاهرې وکړې .

پرون د چار شنبې په ورځ، په پلازمېنې سنا او تایز ښارونو کې په زرګونه مظاهره کوونکي موجود ول او لاریونونه یې وکړل.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، پر دې مهال د تاو تریخوالي پېښې او وړې نښتې هم شوې دي.

په تایز کې یوه کس عبد الناصر کمالي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، له دې ګام سره د هغو کسانو قربانۍ په سیند لاهو شوې چې د ډیموکراسۍ او ازادۍ لپاره یې خپله وینه ورکړې ده، او خپل ژوند یې بایللی دی.

په صنعا کې د بدلون په څلور لاره کې د مظاهره کوونکو خیمې په کې له میاشتو راهیسې موجودې دي.

دي نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، په صنعا کې خلکو د احتجاج پر مهال د هغو کسانو تصویرونه په لاسو کې نیولي ول چې د صالح ځواکونو وژلي ول.

دا مظاهره کوونکي وايي، د دوی انقلاب سیاسي مشرانو او د هغوی بهرنیو ملاتړیو په خپله ولکه او لاسو کې اخیستی دی او یوه کس حمزه الکمالي، چې ۲۳ کالن فعال دی، دي نیو یارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، داسې هیڅ تړون به و نه مني چې د دوی مقصدونه نه پوره کوي.

د حمزه په خبره، دوی به څلور لاره نه پرېږدي.

ولسمشر صالح دا تړون د سعودي عرب په پلازمېنې ریاض کې د سعودي پاچا په موجودګۍ کې لاسلیک کړ.

د تړون تر مخې به په درو میاشتو کې انتخابات کېږي. په همدې موده کې به د ولسي یو والي یو حکومت جوړ شي چې په کې به اوسنی واکمن ګوند، او د مخالفو ډلو غړي شامل وي.

همدا راز، په ملګرو ملتونو کې د یمن پخواني سفیر عبد اله ال سیدي نیو یارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د یمني ولسمشر صالح د استثنا لپاره به د پارلېمان غړي یو قانون هم منظور کړي.

د ملګرو ملتونو سر منشي بان کې مون د چار شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، صالح دی خبر کړی وو چې واک پرېږدي او له ده سره یې په ټیلي فون خبرې هم کړې وې.

بان کي مون وویل، صالح ورته ویلي دي چې نیو یارک ته د درملنې لپاره ور تګ غواړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د امریکا ولسمشر باراک اوباما د یوه بیان په خپرولو ویلي، په یمن کې دا بدلون تاریخي دی او پر ټولو ښکېلو ډلو یې د تړون د ټولو برخو د عملي کولو ټینګار کړی دی.

علي عبد اله صالح د تړون تر مخې اوس هم په اعزازي ډول د ولسمشر مرتبه لري او پخوا هم ده په بیا بیا د استعفا ویلي ول خو دا لومړی ځل دی چې خپل واک یې سپارلی دی.

صالح له ۳۳ کالونو راهیسې پر یمن واکمن وو او په مارچ کې د نوموړي پر ضد پاڅون پیل شو چې په کې په سلګونه کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG