د لاسرسي ځای

تازه خبر

"دبلوچستان حالات ځينو سیاسي او پوځي کړیو خراب کړل. "


د مسلیم لیګ ق جنرل سکریټري
د مسلیم لیګ ق جنرل سکریټري
خدای نور ناصر - مشال ریډيو


د مسلیم لیګ ق جنرل سیکرېټري سیدمشاهد حسین په کوټه کي له خبري رسنیو سره په خبرو کې وویل، دبلوچستان د حالاتو په خرابولو کې ځينې سیاستوال او عسکري قوتونه لاس لري. دده په خبره په هم هغه وخت کې چي دوی له وژل شوي بلوڅ سیاستوال نواب اکبرخان بګټي سره د خبرو لپاره بلوچستان ته راغلل، نو يې له هغه سره یې خبرې تر ډيره کامیابه وې. مشاهد حسین په خبري غونډه کې وویل...

چودري شجاعت حسین او ما له نواب اکبرخان بګټي سره مذاکرات وکړه. او هغه خبري اتري کامیابه هم شوې. دهمدې له کبله د سويي او ډيره بګټي لاره خلاصه شوه. لاکن تردې وروسته چې موږ کامیابه شوو، په سیمه کي امن راغی، نو ځيني داسي قوتونه وو، چې هغه په سیاستوالو کي هم شته. ځيني په عسکري قوتونوکې هم شته. اوپه بیوروکریسي کې هم شته. هغوي نه غوښتل چې دبلوچستان خلکو ته خپل حقوق ورکړي.


سره له دې چي مسلم لیګ ق په هم هغه وخت کې د حکومت برخه وه، چې په بلوچستان کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې بلوڅ سیاستوال اکبربګټي ووژل شو. او له هم هغه راهیسي دبلوچستان حالات خراب شوي. خو د ق لیګ مشر خپل ګوند ددې عملیاتو ذمه واره نه بولي. دبلوچستان اوسني ناامنه حالاتو ته پام سره مشاهدحسین وویل، ددوی د هیڅ قسم تشدد په حق کې نه دي.

هرډول وژنه چې کېږي یا تشدد کیږي او له کومې خوا چې هم کېږي موږ يې غندنه کوو. هغه که هدفي وژنه وي او که په بوريو کې مړيو موندنه وي. ځکه چي دا ستونځو هوارول نه دي. له دې سره به نور هم حالات خراب شي. د وخت ضرورت خبري دي. او داسي حالات نه هم دبلوچستان په ګټه کي دي، او نه هم دپاکستان دخلکو په ګټه کې...

که څه هم مشاهد حسین خپل ګوند د بلوچستان د ناامنۍ ذمه واره و نه باله، خو د جمهوري وطن ګوند مشر او نواب اکبرخان بګټي زوی نوابزاده طلال بګټی وايي دبلوچستان حالات ددوی په حکومت کې خراب شوي وو، او تر نن ورځي لاهم خراب دي.
XS
SM
MD
LG