د لاسرسي ځای

تازه خبر

میشیلا مایکروفټ د ماشومانو نړیوال امن انعام یووړ


د جنوبي افریقا معذوره میشیلا مایکروفټ له خپل انعام سره
د جنوبي افریقا معذوره میشیلا مایکروفټ له خپل انعام سره


سږ کال د ماشومانو لپاره دنړیوال امن انعام ورکولو په لړ کې د ټولې نړۍ نه پنځه ماشومان منتخب شوي وو ، چې پکې د سوات ملاله یوسفزۍ هم شامله وه.

د ماشومانو د حقونو د ویبپاڼې http://www.kidsrights.org له مخې دا جایزه یا انعام د روانې میاشتې په ۲۱ نومبر د هالېنډ په امسټرډم کې د جنوبي افریقا یوې ۱۷ کلنې معذورې انجلۍ میشیلا مایکروفټ ته ورکړل شوه.دا جایزه ورته د نوبل جایزې لرونکي لوریت میریډ میګایر ورکړله.

د انعام لپاره د پنځو نوماندو هڅوونکې کیسې

په دغه پنځو کې هر یو یې په خپل چاپیریال کې ځان ته زړه راکښونکې کیسه لري.

ملاله یوسفزۍ وايي د خپل وطن د نجونو تعلیم پرمخ بیول یې لومړۍ موخه ده
ملاله یوسفزۍ وايي د خپل وطن د نجونو تعلیم پرمخ بیول یې لومړۍ موخه ده
· ملاله غواړي چې په سیمه کې د نجونو تعلیم پر مخ یوسي،چې کله په پاکستان او پتېره په سوات کې د طالبانو پر مهال په زدکړو بندیز لګول شوی وو.

· لیزا د سپورټس له لارې د اسراییلي او فلسطیني ځوانانو ترمنځ د امن رامنځ ته کولو لپاره هڅې کوي او غواړي چې فلسیطنۍ نجونې په خپلو پښو ودرېږي.ملالې په هم هغه سختو شپو کې د ځايي او نړیوالې مېډیا په مټ نړۍ ته غږ اوچت کړ چې نجونه هم د تعلیم حق لري.

· میشیلا په جنوبي افریقا کې زیږېدلې او دا له لاسونو او پښو پرېوتې سخته معذوره ده او د معذرانو په رېړۍ کې یې تګ راتګ وي.او له معذوره ماشومانو سره د مرستې لپاره مبارزه کوي.

· د ارمینیا نیکولې به د خپل ویبساټ له لارې په آرمینیايي ټولنه کې د خپل هیواد ماشومانو ته د انساني حقونو او ډموکراسۍ د پرمخ بیولو هڅونه کوي چېرته چې یې اکثره غږ نه اورېدل کېږي.

· وینفرډ بیا د هغه ماشومانو په څنګه ولاړه ده چې تېرۍ او ځورونې ورسره کېږي.دې په ښوونځيو کې د هغه ماشومانو کیسې راپورته کړې چې په نه بله بڼه کړول شوي دي.او دې یوه ټولنه هم جوړه کړې چې د ځورول شویو ماشومانو رغونه پکې کېږي.


په دغه ماشومانو کې د ملالۍ په ګډون څلور نجونې او یو هلک شامل وو، چې ملاله پکې له ټولو کم عمره وه. د ماشومانو د امن نړيوال انعام به په ۲۱م نومبر په منتخب شوو کسانو کې یو ته په هالېنډ کې ورکړل کیږي.

په سوات کې د تیرې بدامنې له وجې کله چې نجونې په زور د سکولونو او کار روزګار نه منعه کړل شوې، نو په هغه وخت کې ملالۍ د خپلو نورو ملګرو سره د نجونو د تعلیم په حق کې خپل اواز پورته کړو، چې ټولې نړی ته یی وویل، پښتنې د چا نه کمې نه دي، او غواړي د ملک د نورو سیمو په رنګ تعلیم حاصل کړي.

د سوات ملالۍ د مشال ريډیو سره په یوه مرکه کې وویل دا غواړي د خپل قام لپاره یو سیاستواله شي ، او د ملک په پرمختګ کې رول ولوبوي. هغه وایی باچا خان ، بې نظیر بوټو او باراک اوباما یې د خوښې ليډران دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG