د طالبانو لخوا د خبرو اترو نه انکار په داسی مهال مخې ته راغلي چې ايسوسي ايټډ پريس خبر اژانس دپاکستانیو چارواکو له خولې وایي په خيبر پښتنونخوا کې د طالبانو په يو بريد کې دوه پوليس وژل شویدي.
په رپورټ کې د طالبانو د وياند احسان الله احسان حواله ورکړی شوې چې په وينا یې د ډیره اسماعیل خان بريد دوی کړی دی.
بلخوا د خیبر ايجنسۍ پولیټیکل چارواکي وايي تیره شپه په لنډی کوتل سیمه کې دلطیف خان سرکاري مډل سکول په چاودونکو توکیو الوزول شوی دی چې له امله یې د سکول ودانۍ راپرېوته خو چا ته پکې څه ځاني زیان نه دی اوښتی .
د خیبر ايجنسۍ د تعلیم چارواکو په خبره له دې سره په دغه ایجنسۍ کې د وران کړل شویو سکولونو شمیره ۷۸ ته رسېدلېده.
په پښتونخوا او جوختو قبایلي سیمو کې د سکولونو او نورو سرکاري ودانیو د ورانولو ذمه واري تل اورپکي طالبان پر خپله غاړه اخلي.