د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هلمند ډېر زيات پرمختګ کړى دى. "


د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير تامس اومليیا
د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير تامس اومليیا

سید شاه سقیم - کندهار

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير تامس اومليیا چې د ډيموكراسۍ اوبشري حقونو په برخوكې هم كاركوي په افغانستان کې د انګلستان د سفارت له مرستيالې سره يو ځاى هلمند ته په رسمي سفر راغلي وو چې له دولتي چارواکيو، د هلمند د ښځو له استازيو ، يو شمېر ځوانانو او د هلمند په زندان کې له بنديانو او چارواکيو سره تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره هم خبرې وکړې.

تامس د خپلو خبرو پر مهال وويل چې هلمند ته د سفر موخه يې په هلمند کې له روانو حالاتو څخه ځان خبرول وو چې وروسته بيا دغه حال خپل حکومت ته هم ورکړي.

دى وايي په تېرو څو کالو کې په هلمند ولايت کې زيات پرمختګونه شوي دي چې له همدې امله دا مهال د نړيوالو پام د هلمند په لوري اوښتى دى.

((هلمند د افغانستان يو له هغو مهمو ولايتونو څخه دى چې په لږه موده کې يې د زيات پرمختګ کولو له امله د نړيوالو پام ځان ته اړولى دى. هلمند په تېرو څو کالو کې د حکومتدارۍ، امنيت، بيا رغونې او د د دغه ولايت د خلکو د ژوند د ښه کولو په برخه کې ډېرې زياتې لاسته راوړني لري. زه هيله لرم چې بل ځل هلمند ته له راتلو سره په دغه ولايت کې لا زيات پرمختګونه ووينم)).

تامس د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه چې په په هلمند کې له تېرو څو کالو کې د ښځو ژوند هم د تېر په پرتله ډېر ښه شوى دى.

دى وايي که څه هم د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د امنيت د ساتلو چاري افغان سرتېرو ته سپارلې شوې خو بيا هم افغان سرتېري توانېدلي دي چې خپلې سيمې په امن کې وساتي.

ټآکل شوې ده چې په نږدې موده کې به هلمند د دوو نورو ولسواليو نادعلي او ناوې امنيتي چارې هم افغان سرتېرو ته وسپارل شي.
XS
SM
MD
LG