د لاسرسي ځای

ایران د لویدیځ نوي بندیزونه رد کړل


د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمانپرست

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمانپرست

ګل آیاز - مشال ریډيو پراګ

ایران وویل، د لویدیځ له خوا نوي بندیزونه به پر دغه هېواد هیڅ اغیزه ونه لري. دغه بندیزونه د ایران د ایټمي پروګرام په خاطر اعلان شوي دي.


د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ( رامین مهمان پرست ) نن یوه خبري کانفرانس ته وویل: دا بندیزونه یوازې نفسیاتي او تبلیغاتي جنګ دی.

امریکا، بریتانیا او کاناډا پرون د ایران د اتومي پروګرام په خاطر پر دې هېواد نور سخت بندیزونه اعلان کړل.

د دې بندیزونو هدف د ایران د انرژی او له بهرنیو هېوادنو سره د ایران د بانکونو معامله داري ده.

وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ایران د اټومي پروګران په اړه راپور خپور کړ، چې داسې شواهد شته چې ایران د اټومي پروګرام د توسعې لپاره کار کړی دی.

له دې راپور څخه وروسته لویدیځو هېوادونو پر دې هېواد د فشار د زیاتولو په خاطر نوي بندیزونه اعلان کړل .

دایران د ایټمي پروګرام یو عکس چې کارکونکي یې د یورانییمو بډایولو برخه کې په کاربوخت دي

دایران د ایټمي پروګرام یو عکس چې کارکونکي یې د یورانییمو بډایولو برخه کې په کاربوخت دي

په واشنګتن کې له خبريالانو سره په خبره کې د امريکا د بهرنو چارو وزيری هليری کلنټن وويل چې دې ګام سره به په ايران څرګند فشار زيات شي چې ددوی د پيسو وسيلې به وټرل شي.

ميرمن ګلنټن زياته کړه چې ولسمشر باراک اوباما د ايران پرضد دبنديزونه پراخولو پر دستاويز لاس ليک کړی چې دايران د تيلو او د ګيس صنعت پکې شامل دي.

”ولسمشر بارک اوبامه په هغه دستاويز لاس ليک کړی چې دا لومړی ځل دي د ايران د تيلو صنعت پکې په نښه شوي، دا د ګتي لويه وسيله وه او له دې لارې به یې هغه څيزونه درآمد کول چې پرې بنديزونه وو. “


له دې وړاندې امريکا د ايران ۱۱ کسانو او د کمپنیو شتمني ګنګل کړېوه. د امريکا د خزانې وزير ټيموتي ګيتنر د ايران په اقتصاد کې د حوالی يا په غير قانونی توګه پيسي ليږلو باندې اندېښني څرګندې کړې او وايي چې موجوده ګام سره ايران به دې څانګه کې نور هم يوازې شي.

ګتنر ويل چې د نړی کمپنی او بېنکونه بايد له ايران سره د کاروبار نه وړاندې غور وکړی.


”که تاسو چرته مالی اداره یاست ، د نړی په کوم ګوټ کې یاست او که چرې د ايران مرکزي بانک يا د ايران نور بينکونو سره څه کاروبار کول غواړی نو تاسو په خطر کې یاست. او هغه ځکه چې تاسو د ايران غير قانوني هلو ځلو مرسته کوي چې دا هيواد له دې لارې ايټمي وسلې جوړول غواړي او د ترهګرۍ مرسته کوي. ددوی دا هڅه هم ده چې ذمه دار ه مالي اداري تير باسي او د بنديزونو څخه ځان بچ کړي. “

امريکا د ايران بانکي نظام په مکمله توګه تړلی نه دی او هغه ځکه چې دې ګام سره به د تيلو نرخونه ډير زيات جګ شي. ميرمن کلنټن په خبرو کې ايران حکومت ته وړانډيز هم وکړو....

”د ايران پرضد به نړيوال فشار تر هغو ساتو تر څو چې د ايران مشران خپل دريځ کې بدلون رانه وړي او نړيوالې ذمه واریانې ترسره نه کړي. او زه ښکاره وایم د نن ورځې ګامونه موږ نشي ستړي کولای موږ به د ايران پرضد نور زيات سخت ګامونه پورته کوو. “

د برتانییا د خزانې وزير جارج اوسبورن وایي چې دې هيواد په لومړي ځل له ايران سره په مکمله توګه بانکي اړيکې پرې کړې.

له بي بي سي سره په خبرو کې اوسبورن وویل بانکي اړيکې پرې کولو سره به ايران نشي کولای چې ايټمي وسلې جوړې کړي او له دې سره به نړۍ محفوظه شي.

”موږ د برتانییا او د ايران د مالي ادارو ترمينځ ټولې رابطې تړلي دي. موږ دا ځکه کوو چې نړيوال ثبوتونه دا ښایي د ايران بينکونه ددې هيواد د ايټمي وسلو دجوړولو لپاره مالي مرستې ورکوي. موږ ځکه هم دا کوو چې د امنيت وضعه نور هم ښه کړو نه يوازې د نړۍ بلکې د برتانییا قامي امنيت هم پرځای وساتو. “

کېنېډا هم د ايران پرضد بنديزونه اعلان کړي او هغه ټول کاروباري اړيکې یې شلولي چې د ايران مرکزي بانک سره تړلي وو. خو په کېنېډا کې ميشت ايرانيان به کولای شي چې خپل هيواد ته پيسې ولېږي.

فرانس هم د نویو بنديزونه خبره کړېده چې پر ايران د ايټمي پروګرام په اړه خبرو اترو ته کښېني او وړانديز یې کړی چې له ايران د تيلو پر اخیستو بنديز ولګول شي او د مرکزي بانک شتمني دې ګنګل کړي. دا وړانديز د فرانس ولسمشر نکولا سرکوزی لخوا شوی دی.

سفاتکاران وايي د اروپايي هيوادونو د وزيرانو په کچه د دسمبر په لومړۍ نيټه غونډه کې به د د ايران پرضد دنویو ګامونو په اړه خبرې وشي.
XS
SM
MD
LG