د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ : بې وخته د حکومت ړنګول نه منو


د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د يو وړاندیزیا قرارداد له لاري د هغه سياسي ګوندونو غندنه كړې چې په هيواد کې تروخت له مخه د حكومت ختمولو خبرې كوي.

په دې وړاندیز کې واكمن سياسي ګوندونه په دې خبره یوه خوله دي چې په جمهوري طريقه به د هغه خوزښتونو او حركتونو مقابله كوي ، چې جمهوريت او قامي ادرې كمزوري كول غواړي.

د قرارداد پيپلز ګوند،عوامي نيشنل ګوند،جمعيت علماې اسلام او مسلم ليګ ق ډلي په ګډه وړاندې كړو او په دې مهال مسلم ليګ ن ډلي او د پيپلز شيرپاو ډلي له اسمبلۍ ووتلوخو قراداد په اكثريت منظور كړل شو.

صوبايي اسمبلۍ دا قرارداد د هغه مشکوکه لیک د رادبره کېدو ورسته منظور کړی چې د پاكستان په سیاسي ګوندونو کې یې تاوده بحثونه راپورته کړي.

د راپورونو په اساس په هغه مشکوکه لیک کې د پاكستان موجوده حكومت له امریکا نه د پاكستاني پوځ د قا بو كولو په لړ کې د مرستې غږ کړی وو.خو ددغه مشکوک لیک په اړه لا هم په پوره توګه تصویر نه دی څرګند،چې دا یوه رښتونې کیسه ده که د یو لوی سازش برخه ده.
XS
SM
MD
LG