د لاسرسي ځای

تازه خبر

زمان ظهیر دکمار سانو مینې سندرغاړی کړ .


د چارسدې خوږژبۍ سندرغاړی زمان ظهیر
د چارسدې خوږژبۍ سندرغاړی زمان ظهیر
نجیب عامر

زمان ظهیرته ځیني خلک د پښتنو کمار سانو هم وايي ځکه چې اواز یې کټ مټ د بالي ووډ ددې سندرغاړي په څیر دی.

زمان ظهیر دخیبر پښتونخوا د چارسدې په خدایدادخیلو مالت کې داوس نه قابو دیرش کاله پخوا په یوې زمینداره کورنۍ کې دنیاته سترګې غړولي او هنر سره بې کچې مینې دې ته دی پریښی چې د لسم جومات نه وړاندې سبک ووايي.

دمشال راډیو سره د خبرو پرمهال زمان ظهیر وویل چې دوړوکوالي نه د کرکټ اود سندرو سره ډیره علاقه لري او دا دواړه شوقونه یې ترننه په یو ډول ساتلي دي.

کله چې مو ترې وپوښتل په کوم میدان کې ډیر بریالی یې نو په خندا یې راغبرګه کړه : زه په دواړو کې کمزوری یم او ښه کمزوری یم.

خو د زمان ظهیر ملګري وايي چې هغه دکرکټ ښه لوبغاړی دی او دهغه د هنر ستاینه خو ډیر شمیر پښتانه کوي.

دی وايي له وړوکوالي نه یې هندي موسیقي ډیره خوښیدله او په کمار سانو باندې خو سم مین و ، کلونه کلونه کیږي چې دکمار سانو ویلې سندرې بې د چارسدې په پوله پټو کې زمزمه کړي دي .

کمار سانو وتلی هندي سندرغاړی
کمار سانو وتلی هندي سندرغاړی
زمان ظهیر دهندي کمار سانو سره دومره ډیره مینه ښکاره کوي چې وايي دهغه سره لیدل یې د ژوند ستر ارمان دی.خو موسیقي سرحد او واټن نه مني که یې منلی نو دچارسدې زمان ظهیر به د هندي کمارسانو په غږ نه مینېدو.

زمان ظهیر وايي خپل شوق ټیلي ویژن ، ریډیو ، فلم او سټیج ته رسولی ، چې چانه به یې واوریدل چې په کوم ځای کې محفل دی نو پخپله به ورغلو او په خلکو به یې ځان وپيژندلو او په هم دې توګه هغه خپل هنري سفر جاري وساتلو او نن سبا یې غږ په ټول وطن کې خور دی.

زمان ظهیر په یوازې توګه هم سندرې وايي خو دښځینه سندرغاړو سره یې ډیرې جوړه سندرې هم راغلي دي ، په ځانګړې ډول د عاصمه لتا سره . دمشال یوې اوریدونکې تنها له زمان ظهیر نه وپوښتل کله چې کومې سندرغاړې سره سندرې وايي زړه دې نه غواړي چې له دې سره مې واده کړی وای. زمان ظهیر ورته په خندا کې وویل ( نه داسې خو مې کله په زړه کې نه دي راغلي چې د چاسره سندره وایم له هغې سره واده هم وکړم .)

نوموړی وايي په موسیقۍ غږولو نه پوهیږي خو کمپوز جوړولی شي ، ډیر طرزونه او شعرونه پخپله جوړوي او دا بس د خدای لورینه ده چې خلک دده د غږ مینه وال دي.

ده د خپل شخصي ژوند په اړه وویل چې واده یې د مور او پلار په خوښه کړی ، میرمن یې د قران حافظه ده او ډیره مهربانه ده نو ځکه خو ترې دی ډاریږي هم نه. دی وايي بي کبره سړی دی که کور کې ورته چا څه مخې ته کېښودل یا په هوټل کې د ملګرو سره یې څه مخې ته راغلل سرپه پرې نه کوي ، هر ډول خواړه خوري.

زمان ظهیر وايي چې دوی په کور کې شپږ وروڼه دي او د شپږو واړو اوازونه د یو بل نه ښایسته دي ، خو یوازې دی د سندرو میدان ته راوتلی هغه نور سندرې نه وايي او دده په لاره کې یې هم ډیر خنډونه اچول چې هنرمند دې جوړ نه شي خو دکمار سانو مینې دی په هنرمند جوړیدو مجبوره کړ.


زمان ظهیر په پښتنو سندرغاړو کې د استاد خیال محمد ، ګلزار عالم او د هارون باچا نه ډیر متاثره دی . دده په وینا استاد خیال محمد وايي چې په ټوله دنیا کې یې یو دکمار سانو اواز ډیر خوښیږي او بل د زمان ظهیر.....

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG