د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:د مېجر په ګډون د ملېشې ۴ سرتېري وژل شوي


په کوټه کې د ایف سي یو عسکر په امنیتي مورچه څارنه کوي.
په کوټه کې د ایف سي یو عسکر په امنیتي مورچه څارنه کوي.

نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان له مرکزي ښار کوټي څخه د ختیځ پر لور، نږدې ۳۵۰ کیلو میتره لیري د ضلع موسا خېل او ضلع بارکهان تر منځ پر پُوله د بلوڅ خپلواکي غوښتونکیو او نیمه پوځي امنیتي ځواک فرنټییر کور (ایف،سي) تر منځ یوه وسله واله نښته شوې،چي په نتیجه کې یې د راپورو له مخه د یوه پوځي مېجر په ګډون ،د ایف-سي ۴ سرتېري وژل شوي دي.

د ضلع موساخېل د لیویزو یوه چارواکي ،د نوم نه څرګندولو په شرط مشال رېډیو ته ووېل،چې ایف سي تل له دوی سره ډېر لږ مالومات شریکوي او د هغوی د ورکړل شویو مالوماتو له مخې د ایف سي لورالایي د کمانډنټ ،ایف سي کوهلو د ایم،آر په مشري د بلوڅ خپلواکي غوښتونکیو ضد عملیات تېره شپه پېل شول.

د عملیاتو پر ترڅ کي د دواړو خواو ډزې شوې ،چې په نتیجه کې یې د میجر عامرشهزاد په ګډون د ایف سي ۴ غړي ووژل شول

د لیویز چارواکي دا ونه ویل چي په پېښه کې بلوڅ ملت پالو ته هم څه زیان رسېدلی او که څنګه؟دوی یوازي دومره ووېل چې په دې اړه ورته ایف سي مالومات نه دي ورکړي او نور تفصیلات لا هم را روان دي.

د سیمې یوه آزاد خبریال غلام مصطفا زمري له مشال ریډیو سره په خبرو کې ووېل ،٬٬په سیمه کي له تیرې څه مودې راهیسې بلوڅ ازادي غوښتونکي شتون لري.دوی اکثره د امنیتي ادارو پر کاروانو او له بلوچستانه،پنجاب ته په کوېله وړونکیو ګادیو بریدونه کوي.له تیرو ۲ کلونو څه نا څه ۱۵ ډراییوران،چې زیاتره یې پښتانه وو.٬٬

بلوڅ وسلوال دریځ لري چي د بلوڅ خاورې کوېله دې پنجاب ته نه وړل کېږي او که څوک یې وړي،نو دوی به بریدونه ورباندې کوي.

امنیتي ادارې د دغو وسلوالو په لټون پسي سرګردانه وو او تېره شپه دوی د وسلوالو کيمپونو ته په رسېدو بریالي شوي دي.دا کیمپونه د ضلع موساخېل،ضلع بارکهان،ضلع کوهلو او ضلع لورالایي په منځ کي د ټولو ضلعو پر پُولو شتون لري او تازه عملیات خاص د ضلع موساخېل په سیمه کي په جګوجګو غرونو کي روان دي.


خبریال غلام مصطفا زمری زیاتوي،عملیات لا هم روان دي او امکان دا دی چي دواړو خواو ته به درنه مرګ ژوبله اوښتې وي.
XS
SM
MD
LG