د لاسرسي ځای


د پاکستان امنیتي سرچینې وايي د کورمې ايجنسۍ د مسوزو او علی شيرزو په مختلفو علاقو کې یې د عملیاتو په ترڅ ۱۱ وسله وال وژلي او ۲۵ نور یې ژوبل کړيدي.

دوی زياتوي چې دغه عمليات یې بیګا شپه ناوخته دوسله والو تر ولکې لاندې سیمو کې ترسره کړي دي.خو ازادې سرچينې د وسله والو د وژنو او ژوبلو شميره نه تصديقوي.

ياده دې دي چې په منځني کورمه ايجنسۍ کې له تېرې یوې اونۍ راهسیې دو سله والو خلاف پوځي عمليات ګړندي شوي دي.

دامنیتي سرچينو لخوا د ورکړل شویو مالوماتو له مخې په روانو عملیاتو کې د یوه میجر په ګډون ۲ امنيتي اهلکار وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.او د دوی په خبره چې تراوسه یې له دېرشو(۳۰) زيات وسله وال وژلي او يو شمير یې ژوبل کړي دي.خو لا هم هیڅ یوې وسله والې ډلې ددغه دعوو تصديق او ترديد نه دی کړی.


د سیمې د هسپتال سرچینې وايي هلته د روانو عملیاتو له کبله د دوو ښځو په ګډون دوه عام وګړي وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.
XS
SM
MD
LG