د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالوي ځواکوبه به تر روانې لسیزې په افغانستان کې وي


د اسټرالیا وزیر اعمظه جولیا ګیلارد
د اسټرالیا وزیر اعمظه جولیا ګیلارد
د استرالیا وزیر اعمظې جولیا ګیلارد وویل ښايي د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د استرالوي څواکونو ماموریت له ۲۰۱۴ م کال دمخه بشپړ شي خو د هغې په وینا چې ځواکونه به يې له دغې نیټی وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي.

جولیا ګیلارد چې د افغان ماموریت په اړه يې نن دوشنبه پارلمان ته وینا کوله وویل د افغان ځواکونو د روزنې په پروسه کې پرمختګ شوی او د هیواد ځواکونه يې تر ۲۰۱۴م کاله پورې په ارزګان ولایت کې افغان قواو ته د عملیاتو د مشرۍ د سپآرلو په لور مخته ځي.

نوموړې ټنیګار وکړ چې استرالیا به لږ تر لږه د روانې لسیزې تر پایه پورې په افغانستان کې پاتي وي.

فرانس پریس اژانس د جولیا ګیلارد په حواله وویل چې هغې تیره میاشت کابل ته د سفر پر مهال له افغان ولسمشر سره د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږود مهاله همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

د استرالیا د وزیر اعمظې په وینا حکومت له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د ځانګړو استرالوي ځواکونو د ساتلو پر موضوع غور کوي.

خو بل لور ته په ارزګان ولایت کې دهغو افغان پوځیانو قومندان چې استرالوي ځواکونو روزلی وايي ،استرالیايي پوځي روزونکي بې له خنډه تلای شي.


نوموړي رسنیو ته ویلي استرالیايي روزونکي باید له وتلو وروسته د هیليکوپترو په شمول خپلې جدیده وسلې افغان ځواکونو ته پریږدي.

استرالیا دا مهال په افغانستان کې څه د پاسه یو نیم زر سرتیري لري چې اکثره یې په ارزګان ولایت کې دیره دي.

د افغان ماموریت په اړه د استرالیا وزیراعظمې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تیراکتوبر میاشت یوه افغان سرتیري پر استرالیايي ځواکونو ډزې وکړي او درې عسکر يې ووژل .

د اسوشیټید پریس اژانس د راپور له مخې که څه هم چې د افغان ماموریت په اړه د استرالیا حکومت د سیاسي ډلو او خلکو ملاتړ لري خو په افغانستان کې ددغه هیواد د سرتیرو د مرګ ژوبلي د زیاتیدو له امله دا ملاتړ مخ په کمیدو دی.
XS
SM
MD
LG