د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روزګان کې چاودنې درې ماشومان وژلي او تن ژوبل دی


د روزګان په چورا کې ځايي خلک
د روزګان په چورا کې ځايي خلک


د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ته څېرمه د نچين په سيمه کې د عامو وګړو په يو رکشه د سړک د غاړې ماين چاودلى چې له امله يې څلور تنه څلورو تنو مرګ ژوبله اوښتې ده .په وژلو شويو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

د روزګان ولايت د امينه قومندانۍ وياند فريد عايل وايي چې چاودنه د جمعې په سهار شاو خوا لس بجې په نچين سيمه د عامو وګړو په زرنج رکشه شوې چې پکې درې ماشومان وژل شوي او يو سپين ږيرى ټپي دى .

عايل وايي د سړک پر غاړه دغه ځاى پر ځاى شوي ماين د دولت مخالفو طآلبانو ځاى پر ځاى کړى دى خو د پېښې ځاى ته د بهرنيو او يا کورنيو سرتېرو تر رسېدو وړاندې پرې د عامو وګړو رکشه ختلې ده .

د دولت مخالفو وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څۀ نه دي ويلي ،
تېره ورځ هم د روزګان ولايت په چورۍ ولسوالۍ پر عامو وګړو د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى ماين چاودېدلى وو چې له امله يو شمېر کسان مړه او ژوبل شوي وو
XS
SM
MD
LG