د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبان پښتنې پیغلې تعلیم ته نه پرېږدي"


د برتانییا د کېمبرج پوهنتون نه تعلیمیافته ۶۸ کلن ډاکټر دېویډ ګاسلینګ چې په پېښور کې د اېډورډز کالج پرنسپل وو ،په لومړي ځل د کېمبریج پوهنتون ویبپاڼې کېمبریج نیوز ته په یوه مرکه کې په پېښور کې د تېرو څلورو کالونو په باب خپله یوه کیسه بیان کړېده.

ډاکټر ګاسلینګ وايي،چې کله ده په پېښور کې خپله دنده پيل کړه نور څه په زړه پورې وو خو څو میاشتې پس طالبانو ګیر چاپیره په دغه ښار کې چاودنې او بریدونه پیل کړل او د خلکو تېښتونه هرورځنۍ معمول وګرځېدۍ.

دی زیاتوي چې ده ته هم د یو غیر مسلم په توګه ګواښونه پېل شول.یوازې دا نه چې دی مسلمان نه وو او ځکه ورته د مرګ ګواښونه ورکول کېدل بلکې ده په پېښور کې د تعلیمي پرمختګ لپاره کار کولو.همدغه وجه وه چې طالبانو نه خوښولی.

ډاکټر ګاسلینګ زیاتوي ،چې په یوه موقعه هغه دا پرېکړه وکړه چې خپل هیواد ته ستون شي خو د تعلیم پرمختګ او د پېښور د اېډورډز کالج د ترقۍ ژمنې دی ستنېدو ته پرې نه ښود.

ډاکټر ګاسلینګ وايي،چې ځینې وخت به هغه په کلاس کې زدکونکو ته زدکړې ورکولې ، بمي چاودنه به شوه غږ به یې تر کلاسه راورسېد ،زدکونکو به یې کلاسه بهر منډې کړې او دی به یوازې پاته شو.او یوه چاودنه خو داسې هم چې پکې ۱۲۶ کسان وژل شوي وو.

ډاکټر ګاسلینګ وايي چې د پېښور ښار په خواشا کې ددغه چادونو آوازونو به د کالج کړکۍ ماتولې او زمکه به یې لړزوله.خو له ده سره به صرف یو فکر وو چې په کالج کې هر زدکونکی روغ رمټ دی او که نه.او بیا ورو ورو دغه ویره دده هم ملګرې شوه.چې د بلې چاودنې نښه به زه یم.

ډاکټر ګاسلینګ زیاتوي چې کله زه پرنسپل وم،نو زما به دا هڅه وه چې زیاتې پېغلې په دغه کالج کې د زدکړو لپاره داخلې شي.او وايي چې همدا زما ګناه وه،چې طالبان او اسلامي تندلاري زما مخالف شول.اود مرګ ګواښونه یې راکول شروع کړل.

او بیا یوه ورځ په اردو ژبه یو لیک ده ته ملاو شو چې په کې لیکلي شوي وو چې ته د هلکانو او انجونو ګډ تعلیم ته پرمختګ ورکوې ،ته مسلمان نه یې، او ته هغه وخت هلکانو د لمانځه په وخت رخصتي نه ورکوي نو ځکه به په تا ځانمرګی برید کوو.

ډاکټر ګاسلینګ وايي چې هو زه د هلکانو او انجونو ګډ تعلیم ته پرمختګ ورکوم او زه مسلمان هم نه یم خو د لمانځه لپاره هلکان نه پرېښودل دا دروغ وو.

ډاکټر ګاسلینګ په اخره کې وايي زه اوس خپل هیواد ته ستون شوم او پاکستان ته د بیرته تلو هیڅ اراده نلرم.
XS
SM
MD
LG