د لاسرسي ځای

جمرود: د کاشف اپریدي په یاد کرکټ سیالیو پرانسته وشوه


په جمرود کې د کاشف اپریدي په باد د کرکټ سیالیو پرانستنه کېږي.۲۰ م نومبر ۲۰۱۱

په جمرود کې د کاشف اپریدي په باد د کرکټ سیالیو پرانستنه کېږي.۲۰ م نومبر ۲۰۱۱

فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسی

د خیبرایجنسۍ د جمرود لوبغالي کې د کاشف اپریدي مېموریېل کرکټ ټورنمنټ پرانسته اوشوه،د خیبر اولمپک ایسوسي ایشن عهدیداران وايي چې په دې ټورنمنټ کې د ټولې قبایلی سیمې او نیمه قبایلی سیمې نه د کرکټ خوا وشا ۱۵ لوبډلې برخه اخلی،د دغه ټورنمنټ د پرانستې په وخت د ایف آر ټانک د کرکټ لوبډلې یو لوبغاړی شمس مشال ریډیو ته وویل ،(( دلته ډیرې اسانتیاوي ورکړی شوی دی، د جمرود لوبغالی ډیر ښه دي،او دوی د دغه لوبي د ګټلو لپاره تیاري نیولېده))

د دغې ټورنمنټ په اړه د کرمې ایجنسۍ د کرکټ لوبډلې یو لوبغاړی سجاد وویل چې ((دا ډیر ښکلۍ ټورنمټ دی دلته په جمرود کې د امنیت وضع ښه ده ،او پکار ده چې داسې لوبې نورې هم جوړې شي))


د خیبرایجنسۍ د جمرود لوبغالي کې د کاشف اپریدي په یاد کرکټ ټورنمنټ کې لوبغاړي له ځايي چارواکو سره دلوبې تر پرانیستو وړاندې

د خیبرایجنسۍ د جمرود لوبغالي کې د کاشف اپریدي په یاد کرکټ ټورنمنټ کې لوبغاړي له ځايي چارواکو سره دلوبې تر پرانیستو وړاندې

د جمرود په لوبغالي کې موجود د فاټا سپورټس ډایریکټر فیصل جمیل وویل چې(( دا ټورنمټ موږ د شهید کاشف اپریدي په یاد کې راجوړ کړي دي،هغه د کرکټ یو ښه لوبغاړي وو،او د جمرود په یوځان مرګی برید کې شهید شوي وو،موږ خپل اتلان نه هیروو،او غواړو چې د لوبو په ذریعه امن راولو))


د کاشف اپریدي مېموریېل ټورنمنټ د پرانستې په مهال د جمرود مرستیال پولیټیکل ایجنټ جمیل وویل چې(( ددغه ټورنمټ مقصد دا دی چې کوم خلک د قام لپاره قربانی ورکړي هغه قام نه هیروی، د دغې لوبو راجوړول د ستاینې وړ دی،او موږ د داسې لوبو راجوړونکو سره هر ډول مرسته کوو))

یاده دې وي چې کاشف اپریدی د کرکټ لوبې پیژندل شوی لوبغاړی وو،دروان کال د اګست په میاشت کې په جمرود کې د جمعې د نمانځه په مهال په یو جماعت کې د ځانمرګي برید په نتیجه کې وژل شوی وو،اودغه ټورنمنټ دهغه په یاد کې جوړشوی دی.
XS
SM
MD
LG