د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ملي پارلمان به د لویې جرګې پریکړې منظوروي


افغانستان: د لویې جرګې استازو په څلور ورځنۍ ناسته کې خپل سپارښتونه د افغانستان ملي پارلمان ته وړاندې کړل.
افغانستان: د لویې جرګې استازو په څلور ورځنۍ ناسته کې خپل سپارښتونه د افغانستان ملي پارلمان ته وړاندې کړل.

د افغانستان د مشرانو جرګه (سېنېټ) وایي، چې افغان حکومت او ملي پارلمان باید له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې هغه سپارښتنې په پام کې وساتي، چې د دودیزې لویي جرګې له خوا وړاندې شوېدي.

د مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې په دې اړه د لویي جرګې د پریکړه لیک ملاتړ وکړ او ویي ویل، چې ولس د دې جرګې له لارې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په اړه خپل دریځ څرګند کړ.

د دې جرګې مشر فضل هادي مسلم یار وویل، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د دې تړون په اړه وروستۍ پریکړه به د هېواد ملي پارلمان کوي.

د لویي جرګې په اړه د مشرانو او ولسي جرګې په دریځونو کې څرګند توپیر موجود دي.د مشرانو جرګې له لومړۍ ورځې د لویي جرګې ملاتړ کړی، خو د ولسي جرګې یو شمېر غړو یي بیا مخالفت کړې وو.


دودیزې لویې جرګې د د خالي یا شنبې په ورځ خپل ۷۶ ماده یز پریکړه لیک اعلان کړ، چې ۵۴ یي ستراتیژیک تړون ته او پاتې هغه یي د سولې بهیر ته ځانګړې شوېدي.

که څه هم زیاتره سنېټرانو د پریکړه لیک له موادو سره یوه خوله وو، خو ځینو یی بیا وړاندې شرایط سخت بلل، چې د امریکا لخوا یی منل ګران وي.

سنېټرانو د دې جرګې د غړې بلقیس په هغه چلند هم خواشینې څرګنده کړه، چې د لویی جرګې د پای غونډې ته یی د ولسمشر کرزي له وینا وروسته کړې وو.

خو میرمن بلقیس د خپل دریځ ننګه وکړه او ویې ویل، چې ددې یوازنۍ غوښتنه د ستراتیژیکو اړیکو په اړه د امریکا د شرایطو واضح کول وو:

زما نظر دا وو، چې موږ په یو اړخیز ډول نشو کولې د هغې مسئلې په اړه خبرې وکړو، چې د مقابل لوري دریځ نه دی څرګند شوی.

دوي باید د خلکو د یوې استازې په توګه زما د پوښتنې ځواب راکړی وای او کله یی، چې راته وویل، چې مایکروفون ته ورشه نو نه پوهیږم، چې ولې د یوې ښځې له غږه دومره ویره موجوده ده.

دا جرګه په کابل کې په داسې حال کې پرانیستل شوه، چې نه یوازې یی د ایران او پاکستان په څیر ګاونډیو هیوادونو مخالفت کاوه، بلکه وسله والو مخالفینو هم خبردارې ورکړې وو، چې په جرګه به حمله وکړي.

که څه هم له لویې جرګې مخکې په سیمه کې د یوې ځان وژونکې حملې هڅه شوې وه او د جرګې په دویمه ورځ دوه توغندي هم راغلي وو، چې د ښار په څلورمه ناحیه کې لګیدلي وو، خو د کابل پولیسو د حمله کوونکو د نیولو خبر ورکړ.

د مشرانو جرګې د امنیتي ځواکونو تدابیر د ستاینې وړ وبلل او ویې ویل، چې د شتوګواښونواو دړکو سره سره بیا هم کومه ستونزه رامنځ ته نشوه.
XS
SM
MD
LG