د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: وسله والو یو عالم دین په ډزو ووژلی


د نوښار په یو جومات کې سږ کال د مارچ په څلورمه نېټه له نهه تنه وژل شوي وو او څه باندې ۳۰ ژوبل شوي وو.
د نوښار په یو جومات کې سږ کال د مارچ په څلورمه نېټه له نهه تنه وژل شوي وو او څه باندې ۳۰ ژوبل شوي وو.
د خیبر پښتونخوا د نوښار او اکوړي ترمنځ سيمه کې وسله والو پر يو جومات ډزې کړي او يو ديني عالم يې وژلی دی.

د اکوړې پوليس د مشال خبریال فواد علي شاه ته وویل ، چې ۴۲ کلن مولانا عبيدالله پرون ماښام په شيدو کې وژل شوی دی.او زیاتوي چې هغه یو منځلاری کس وو او د خپل کلي په یو فاروق اعظم نومي جومات کې عالم وو.او ماشومانو ته به یې سبق هم ښودولو.

د پولیس یوه چارواکي مشال ریډيو ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي وو چې مولانا عبيدالله څو ورځې وړاندې په خپل جومات کې ځینې خلک له تقریر کولو نه ودرولي وو او پولیس اوس پلټنه کوي چې د هغه د مرګ وجه له ځینو خلکو سره نظریاتي اختلاف خو نه وو.

د اکوړې تاڼې سب انسپېکټر ممدد خان چې ددغه وژنې پلټنه کوي له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل ،دا پېښه هله رامنځ ته شوه چې د ماښام لمونځ وشو او د ماخوستن بانګ له نه شوی .دا وخت زیاتره خلک کورونو ته د ماښامي ډوډۍ خوړولو لپاره تللي وي.د خلکو ویان دا ده چې دغه وخت په موټرسایکل سپاره دوه کسان راغلل او یو کس دننه ولاړ او په پېش امام صاحب یې په تومانچې ډزې وکړې او بل له خپل موټر سایکل سره بهر ولاړ وو.مولانا صاحب دوه ډزه لګېدلی وو او هسپتال په لاره یې ساه ورکړه.

د مولانا عبيدالله ورور سجاد وايي چې د دوی له هیچا سره ذاتي بدي او دښمني نه درلوده او نه یې هم له جهادي تنظیمونه کار درلود.

دی زیاتوي، د خدای فضل دی چې مولانا صاحب ډېر ښه وخت تېرکړی دی،زما ورور د حقاني له مدرسې فارغه شوی وو.هغه په کراچۍ کې زدکړې کړې وې.هغه له هیچا سره اختلاف نه درلودل.او موږ خپله حیران یو چې هغې یې ولې ووژلی.٬٬

د مولانا عبيدالله د چم ګاونډ محلیات وايي چې هغه یو امن خوښی سړی وو.او په امن کې به یې ژوند تېرولو.او نورو ته به یې هم د امن لاره ښودله.

د هغه د محلې یو تن وايي، له هغې راهیسې چې زه دی پيژنم .بلکه له ماشوموالي هغه زما یو ډېرښه ملګری وو.او هغه په سکول کې هم یو ښه شاګرد وو.هغه ډېر اصیل انسان وو.له هیچا سره یې جنګ جګړه یا بله لانجه په خپل ژوند کې نه وه کړې.او نه یې هم له یو غلط تنظیم سره تعلق وو.٬٬

خو د پولیس یوه چارواکي مشال ریډيو ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي وو چې مولانا عبيدالله څو ورځې وړاندې په خپل جومات کې ځینې خلک له تقریر کولو نه ودرولي وو او پولیس اوس پلټنه کوي چې د هغه د مرګ وجه له ځینو خلکو سره نظریاتي اختلاف خو نه وو.
XS
SM
MD
LG