د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان په پښتونولۍ ملنډې وهي.فرحت تاج


د انصاف غورځنګ مشر عمران خان
د انصاف غورځنګ مشر عمران خان
د ورځپاڼي ډېلي ټايمز په يوه مقاله کې ليکواله او د قبايلي چارو کار پوهه فرحت تاج ليکې دا خبره له ملنډو ډکه ښکاري چې کله یو څوک فکر کوي چې عرب ، ازبک او پنجابي طالبان د پښتونولۍ له حسابه د وزیرستان د دوو وزیر قبیلو او داوړو د بې ګناه خلکو د وژلو د غچ یا بدل اخیستو لپاره په پاکستان کې دننه پر ریاست او ټولنه بریدونه کوي.

ليکواله فرحت تاج په خپله مقاله کې ليکې چې عمران خان وايي ، ځانمرګي بريدونه په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو او ډرون بريدونو په غبر ګون رامنځ ته کېږي.

په نورو ټکو کې د عمران خان مطلب دا دی چې تره ګري د پښتنو د کلتور له وجې ده ، خو ليکواله وايي چې د عمران خان د ا ټولې خبرې بې بنياده دي او يا نوموړی د ۱۱م سپټمبر د تره ګرۍ پيښو وروستو د رامنځ ته شوو حالاتو نه نا خبره دی.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي چې د ۲۰۰۴ م کال نه وروستو زياتره ډرون بريدونه د شمالي او جنوبي وزيرستان د داوړ، احمد زۍ وزير او اتمان زۍ وزير قبيلو په سيمو کې شوي دي او د عمران خان په خبره د پاکستان دننه په زياتره تره ګر بريدونو کې هم د دې قبيلو خلک ککړ دي ، خو ليکواله وايي چې دا څنګه کېدای شي چې د پښتنو د دې قبيلو خلک خپل بدل د بې ګنا اومعصومه خلکو نه واخلي، ځکه چې دا خبره په پښتونوالۍ کې هډو شته نه او بله دا خبره چې القاعده او پنجابي طالبان د پښتنو د بدل اخستو لپاره بريدونه ترسره کوي په دې کې هم څه حقيقت نه شته ځکه چې پښتانه خپل بدل په خپله اخلي.

ليکواله فرحت تاج وړاندې ليکې چې په پاکستان کې څومره ځانمرګي بريدونه ترسره شويدي په هغې کې زياتره هغه ماشومان دي چې عمرونه يي د اتلسو کلو نه کم دي نو په پښتونوالۍ کې دا خبره نشته چې د ميرمنو او ماشومانو له لاري دې بدل واخیستل شي.

اصل خبره دا ده چې طالبان د قبايلي سيمو خلک په دې مجبوره کوي چې دوی ته يو يو ماشوم ورکړي او يا يې ترې وتيښتوي او بيا ورته د ځانمرګيو بريدونو تربيه ورکوي.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي چې د احمدزۍ وزير، اتمان زۍ وزير او د داوړ قبيلو په سيمو باندې آی اېس آی پلوه طالبان مسلط کړی شوي دي اودغو ته بيا د ښه طالبانو لقب هم ورکړل شوي دي ، دا طالبان په افغانستان کې په ناټو او امريکايي ځواکونو بريدونه کوي خو په پاکستان کې يي نه کوي.

او هم دغه وجه ده چې په دې سيمو کې زياتره امريکايي جاسوسي الوتکې بريدونه ترسره کوي.

ليکواله فرحت تاج په اخره کې ليکې چې د پاکستان دننه د ځانمرګيو بريدونو د پښتنو له کلتور سره هيڅ تعلق نه شته او دا د دغه هيواد د امنيتي اسټيبليشمنټ د ستراتیژۍ او د القاعده د جهادي نظریې پېداوار دی.
XS
SM
MD
LG