د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: د ځانمرګي په ګډون پینځه وسله وال ونيول شو


کندهار: نیول شوي وسلوال خبري رسنیو ته وښودل شول.۲۰نومبر ۲۰۱۱
کندهار: نیول شوي وسلوال خبري رسنیو ته وښودل شول.۲۰نومبر ۲۰۱۱
سید شاه سقیم - مشال ریډيو - کندهار


د کندهار د ملي امنيت رياست کارکوونکي وايي چې نيول شوي کسان يې په کندهار ښار او له پاکستان سره ګډې پولې ته څېرمه په بولدک ولسوالۍ کې نيولي دي.

د ملي امنيت د کارکوونکيو په خبره نيولو شويو کسانو په کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو بريدونه کول او په ډله کې يې يو تن ماشوم چې غوښتل يې ځانمرګى بريد وکړي هم شامل دى.

د نيول شويو کسان په ډله کې ماشوم ځانمرګي له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې د پاکستان په چمن سيمه کې يې د خپل کور مخې ته لوبې کولې چې د وسله والو يو قومندان له ځان سره بوت او بيا يې په افغانستان کې د ځانمرګي بريد لپاره هڅاوو.

(( زما نوم سيمع الله دی په چمن کې مې په باغچه سيمه کې کور دى . ما د کور مخ ته لوبې کولې د طالبانو يو قومندان راغى زه يي له ځان سره بوتلم بيا يي راته په افغانستان کې د ځانمرګي بريد وويل ما چې ورسره ومنله نو زر کلدارې او يو موبايل نمبر يې راکړى او را ويې لېږلم خو افغانستان ته له راتلو سره پوليسو زه ونيولم ))

د صبر ګل په نامه يو بل نيول شوى کس هم وايي چې پر کورنيو سرتېرو په بريدونو سربېره يې د بهرنيو ځواکونو په اکمالاتو هم بريدونه کړي دي خو چې له جنګه يې لاس واخيست پوليسو ونيو.

(( يو وار مي يو موټر وويشت ، بل وار مي درې ، بيا څلور ، بيا پېنځه او په اخيري ځل مي اووه موټرونه چې د بهرنيانو اکمالات يې لېږدول وويشتل او اووه تنه ساتونکي مي يې هم ووژل ))

د ملي امنيت د رياست کارکوونکي وايي چې له نيولو شويو کسانو سره يې سپکې او درنې وسلې هم نيولې دي. او هڅه کوي چې په سيمه کې هغه کسان هم ونيسي چې د وسله والو مرسته يې کوله .

شا و خوا يوه اونۍ وړاندې هم د ملي امنيت کارکوونکيو د يو ځانمرګي په ګډون درې تنه نيولي وو چې هغوى هم پر خپلو جرمونو اقرار کړى وو .
XS
SM
MD
LG