د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له امریکا سره د ستراتيژیک تړون ضد لاریون


افغانستان: ننګرهار کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ممکنه سترتیژیک تړون ضد لاریون
افغانستان: ننګرهار کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ممکنه سترتیژیک تړون ضد لاریون

بازمحمد عابد مشال ريديو

جلال اباد: له امريکا سره د افغانستان د ممکنه ستراتیژیک تړون په خلاف د ننګرهار پوهنتون زدکونکو د یوه لاریون په ترسره کولو کې ورسره مخالفت څرګند کړی.

مظاهره چیانو چې د پوهنتون تر څنګ د کابل جلال اباد لويې لاره يې د دريو ساعتونو له پاره تړلې وه، او د امريکا ضد نارې یې وهلې.

د شريعاتو پوهنځي يو زدکونکي خبريالانو ته وويل چې دا لويه جرګه د افغانانو استازيتوب نه کوي، بلکې يوه نمايشي جرګه وه. دى زياتوي چې د افغانستان د ملت په سر هيڅ يو تړون ورته د منلو وړ نه دى .

يو بل زدکونکي وویل چې ستراتیژیک تړون لا څه مانا لري؟ د دوی هدف او پلان څه دى؟ افغانستان خو لس کاله د مخه امريکايانو اشغال کړى دى.

مظاهره کوونکو د يوه پريکړه ليک په اعلانولو د افغانستان په حکومت غږ وکړ چې د افغانستان په سر هيڅ قسمه سواد بازي ورته د منلو وړ نه ده او که چيرې کوم تړون لاسليک شي، دوى به هره ورځ مظاهرې کوي.
XS
SM
MD
LG